نوازشريف پمز روغتون ته منتقل کړی شوی دی

نواز شریف

د پاکستان پخوانی بندي وزيراعظم نوازشریف د صحت د ناسازۍ له امله د اسلام اباد غټ سرکاري روغتون پاکستان انسټيټوټ اف ميډيکل سائنسز (پمز) ته د درملنې دپاره منتقل کړی شوی دی.

ويل شوي د نوازشريف ډاکټرانو د هغه د بند نه روغتون ته د درملنې دپاره د منتقل کولو مشوره ورکړې وه.

د پنجاب صوبې د کورنيو چارو لنډ مهاله وزير شوکت جاوېد وايس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي د نوازشریف په زړه او وينې په فشار کې مسله وه ځکه د ډاکټرانو په مشوره پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ ناوخته روغتون ته منتقل کړی شوی دی.

د مسلم ليګ ن ګوند لخوا نيوکې کېدې چې نوازشريف ته په زندان کې پوره اسانتياوې او درملنه یې په سمه توګه نه کیږي. خو لنډ مهاله وزير ويلي د هغه په زندان کې هم پوره درملنه کیږي.

نوازشريف د هغه لور مريم نواز او زوم صفدر ته د ايون فيلډ په قضيه کې د احتساب عدالت د بند سزا اورولې ده.

نوازشريف ته د لسو کالو، مريم ته د اووه کالو او صفدر ته د يو کال بند سزا اورول شوې او نوازشریف او مريم نواز د روانې میاشتې په ۱۳م نېټه د لندن نه په بيرته ستنېدو نيول شوي او بندي کړی شوي دي.