په داسې وخت کې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په ټيليفون خبرې کړي او دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيکو ښه کولو په اړوند يو بل سره ژمنې کړي، څيړونکي وايي عمران خان ته دوړاندې نه زمينه برابره ده چې د افغانستان سره د پاکستان اړيکې ښې کړي.
افغان ولسمشر پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ عمران خان ته د ټيليفون د لارې په انتخاباتو کې په بريا اومبارکي ويلې او خبرې يې ورسره کړي دي.
څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي د عمران خان دپاره به دا ډېره اسانه نه وي چې د افغانستان سره د يورپ په څېر پوله پرانيزې خو په تېر حکومت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د سولې او پېوستون کاري پلان جوړ شوی او دغه پلان عمران خان ته زمينه برابره کړې چې دوه اړخيزه اړيکې مخ په وړاندې بوځي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي يوسفزي وويل د "دوی دواړو هېوادونو ترمنځ په جوړ کاري پلان کې ويل شوي چې په يو بل به په ښکاره تورونه نه لګوي په دغه فورم به خبرې کوي او اړيکې اوس هم ښې نه دي خو هلې ځلې پکې روانې دي".
نوموړي زياته په عېن حال کې چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې ځينې پرمختګ هم شوی دی، او اوس داسې امکانات شته او ښکاري چې د افغانستان حکومت د پاکستان د رویې نه د وړاندې په پرتله مطمئين ښکاري.
عمران خان د ۲۵م جولايۍ په انتخاباتو کې د بريا وروستو په دوېمه ورځ د خپل حکومت د تګلارې وړاندې کولو په وېنا کې ويلي ؤ هغه د افغانستان په ګډون د ګاونډي هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو ویلي ؤ.
نوموړي ويلي ؤ غواړي چې حکومت يې د افغانستان سره پولې پرانستې پرېږدي.
عمران خان ويلي ؤ افغانستان د جنګونو د لاسه هاغه کړیدلی هیواد دی چې وګړو یې د نړۍ د ټولو انسانانو نه زیات تکلیفونه زغملي او زياته کړې يې وه افغانستان امن غواړي او پاکستان هم غواړي چې افغانستان کې باید افغان او قراري وي.
هغه ويلي ؤ د حکومت جوړولو وروستو به افغانستان ته د خپلې مرستې لاسونه ورغځوي او د حکومت به یې هڅه دا وي چې په دغه هیواد کې امن ټينګ شي.
د ارګ ترمخه اشرف غني عمران خان سره په خبرو کې څرګنده کړې چې " زموږ تمرکز په تېر نه دی، په روښانه راتلونکی راټول دی، د روښانه راتلونکي لپاره به فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې د اړیکو نوی بنیادي اساس ږدو".
د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړوند د رحيم الله يوسفزي وي او ای ډيوه سره خبرې دلته اورېدی شئ.
Your browser doesn’t support HTML5
د رحيم الله يوسفزي وي او ای ډيوه سره مرکه