پروان: د بهرنیو ځواکونو په ګزمه ماين چاؤدنه شوې

دافغانستان پلازمینې کابل ښار شمال پله د پروان ولایت په بګرامیو ولسوالیو کې دنړیوالو ځواکونو د موټرو په کاروان دسړک غاړې ماین چاودلی دی.

د پروان امنیه قومندان محظوظ ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې دپیښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې دغه چاودنه د جمعې په ورځ د بګرامیو ولسوالۍ د نصرو په کلي کې رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د بګرامیو ولسوالۍ ولسوال سېف الله بېدار ویلي د سړک غاړې ښخ شوي ماین هغه مهال د بهرنیو ځواکونو د موټرو په کاروان وچاودېدو چې په سیمه کې یاد ځواکونه په ګزمه بوخت وو.

بېدار ویلي، د ماین په چاودنه کې په نښه شوي یو پوځي موټر هم وېجاړ شوی او همداراز یوتن د بهرنیو ځواکونو عسکرهم ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو د پېښې مسئولیت منلی او دې ډلې ترپنځو پورې د بهرنیو ځواکونو دوژل کیدو ادعا کړې.

په افغانستان کې ناټو ځواکونو د دې پیښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.