اشرف غني د سولې او اوربند په اړوند د سياسي او جهادي مشرانو سره مشورې کړي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو ترڅنګ د څو سياسي مشرانو سره ليدلي او د اوربند ترڅنګ يې ورسره د سولې په خبرو مشورې کړي دي.

د ارګ صدارتي ماڼۍ ويلي ،" محمداشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې".

ارګ ويلي، "د هېواد سیاسي رهبرانو او مشرانو د سولې او امنیت، اوربند او ټاکنو په ګډون د افغانستان د روان وضعیت او سیاسي مسایلو په اړه خپل لیدلوري، وړاندېزونه او نظریات له جمهوررئیس سره شریک کړل".

جمهوررئیس غني له ننګونو او ستونزو څخه د افغانستان د وتلو لپاره د هېواد د مهمو ملي مسایلو په اړه مشوره یو اصل وباله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ملي او سیاسي مشرانو له طرحو او نظریاتو څخه د استفادې په موخه به مشورتي ناستې دوام ولري.

ارګ پرون د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي ؤ، اشرف غني د مشورتي ناستو په دوام ن د هېواد رجسټر شویو سیاسي ګوندونو له استازو سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د عدالت ګوند د سیاسي کمېټې مشر حمیدالله همدرد، د ملي متحد ګوند مرستیال میاګل خالد، د حق او عدالت ګوند رئیس معین ګل څمکني او د افغانستان د ملي ګرایۍ نهضت ګوند رئیس ډاکټر سیداحمد شکیب متنظري د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د ټاکنو ، سولې او اوربند، ملکي او نظامي اصلاحاتو او سیاسي ګوندونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې " محمداشرف غني د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې وویل، د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند کار کېږي".

هغه ويلي "هغه اوازې چې امنیتي ځواکونه له ځینو سیمو په شا کېږي بې اساسه دي او دولت د امن سیمي پالیسي په پام کې نه لري".

هغه زیاته کړې د ملي یووالي حکومت د مذاکرې مالکیت لري، خو د مذاکرې پر بېلابېلو ابعادو مشورې ته اړتیا ده.

د غونډې په پای کې اشرف غني ویلي، هر کله چې قاطع فیصلې ته اړتیا وي له ټولو اقشارو له هغې ډلې سیاسي ګوندونو سره مشوره کېږي.

ارګ ويلي د نن نهې، سه شنبې د ورځې په مشورتي ناستو کې چې له څو ورځو راهیسې یې په ارګ کې جریان درلود، جمهوررئیس محمداشرف غني د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدرب الرسول سیاف، حضرت صبغت‌الله مجددي، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، استاد محمد محقق، انجنیر محمد خان، انجنیر ګلبدین حکمتیار، استاد محمدکریم خلیلی، محمدالماس زاهد، میر امان الله ګذر، حاجي اقبال صافي، حاجي دین‌محمد، عبدالحکیم منیب، استاد محمد اکبري، سید حامد ګیلاني، انورالحق احدي، عبدالهادی ارغندیوال، عطاالله لودین او د سید اکرام الدین په مشرۍ د اسلامي جمیعت د انسجام شورا یو شمېر غړو سره جلا کتنې لرلې.