په جنوبي وزيرستان کې د ورانو شوؤ کورونو جوړولو دپاره حکومت پېسې ورکوي

د قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان د ورانو شوؤ کورونو د جوړولو دپاره حکومت ځايي خلکو ته د پېسو ورکولو لړۍ پېل کړې ده.

د جنوبي وزيرستان اډيشنل مرستيال کمشنر دلنواز وزير وي او ډیوه سره په خبرو کې ويلي دوی په لمړي پړاؤ کې ۹۲۷ چيکونه ويشي چې پکې ۳۲۷ پرون د خالي، شنبې په ورځ وېشل شوي او پاتې نور به سبا د ګل، دوشنبې په ورځ ويشلی شي.

هغه وويل د روپو چيکونه د جنوبي وزيرستان د لدهې او مکين سمې خلکو ته ورکول کيږي.

د نوموړي په وېنا خلکو ته د ورانو شوؤ کورونو دپاره ۱۵۷ملينه روپۍ ځانګړې کړی شوي او دغه لړۍ به روانه وي او ورسره په سيمه کې د ورانو کورونو سروی هم روانه ده.

د سيمې سره تعلق لرونکی ملک غوث الدين وايي حکومت ورته دومره لږې روپۍ ورکوي چې په وزيرستان کې پرې د غټ کور يوه غسلخانه هم نه جوړيږی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په علاقه کې د خلکو غټ غټ کورونه وو هغه ټول وران کړی شوي دي.

د سيمې يو بل تن حيات الله بيا وايي کورونه يې په بشپړ ډول وران شوي او غونډ کلي ويجاړ شوي دي.

هغه وويل د حکومت لخوا په ورکړی کېدونکو پېسو د ټانک او ډېره اسماعيل خان نه تر وزيرستان پورې د کور سامان نه راوړل کیږي نو کورونه به پرې څه جوړ شي.

د سيمې خلک دا ګيله هم کوي چې د ورانو کورونو دپاره خلکو ته د روپو چيکونه په ټانک کې ورکول کيږي د کوم له سببه چې ځايي او په ځانګړي ډول ښځې د ډېر تکليف سره مخ کيږي.

دوی وويل بايد په مکين کې خلکو ته دغه اسانتيا برابره کړی شي.

دلنواز وايي دا د حکومت جوړه پاليسي ده چې په بشپړ ډول ورانو شوؤ کورونو دپاره څلور لاکه روپۍ او د نيم وران کور دپاره يو لاک شپېته زره روپۍ ورکولی شي.

په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) ترمخه په جنوبي وزيرستان کې د ۵۰ زرو نه زيات کورونه په بشپړ ډول وران شوي وو.

په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د تندلارو وسله والو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات شوي چې له امله يې د اېف ډي اېم ای ترمخه ۷۲ زره کورنۍ کډوالې شوې وې.

خو وروستو اېف ډي اېم ويلي چې کله دغه خلک بيرته ستنېدل پېل شو د يو نيم لاک نه زياتې کورنۍ ليکل شوې وې.

چارواکي وايي د جنوبي وزيرستان نه ټول کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي او يواځې د شکتويۍ سيمې د ۱۵۰۰ پورې کورنۍ لا پاتې دي چې بيرته نه دې تللي.