د نقيب مسيد د کورنۍ لخوا د سندهـ صوبې سترې محکمې د نقيب مسيد د کورنۍ په دوه خواستونو اورېدنه تر درېم ستمبر پورې وځنډوله.
د نقيب مسيد د وژنې وروسته په کراچۍ کې د غټې قامي جرګې غړي محمود مسید وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی عدالت ته دوه خواستونه کړي، يو دا چې د نقيب قضيه د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنيوي د عدالت نه کوم بل عدالت ته منتقل کړی شي.
او بل دا چې د نقيب مسيد په وژنه تورن راؤ انوار ضمانتونه لغوه شي.
د نقيب مسيد په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راؤ انوار ته د وژنې په قضيه کې د روان کال په لسمه جولايۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د ضمانت منظوري ورکړې او بيا په ۲۰م جولایۍ يې د هغه سره د وسلې او چاؤدېدونکو موادو اېښودو په مقدمه کې ضمانت منظور کړی ؤ.
په ۲۱م جولايۍ د راؤ انوار په ضمانت د خوشي کولو امر شوی ؤ.
سترې محکمې د روانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې راؤ انوار، د صوبې څارنوال او فريقېن غوښتي چې نن د ګل، دوشنبې ورځ عدالت ته حاضر شي او خپل ځوابونه وړاندې کړي.
خو محمود مسيد وايي د راؤ انوار وکيل عدالت ته حاضر نه شو ځکه عدالت بيا د ستمبر په درېمه نېټه فريقېنو ته د حاضرېدو امر وکړو.
د نقيب مسيد د کورنۍ وکيلان وايي د نقيب د پلار د ترهګرۍ د مخنيوي د کراچۍ په عدالت باور نه دی پاتې ځکه چې ياد عدالت په قضيه کې د دوی يو شکايت نه دی اورېدلی او اوس دوی د سترې محکمې نه غواړي چې دا قضيه بل عدالت ته منتقل کړي.
د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سر د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.
د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.
راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.
راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.
نن په کراچۍ کې د سترې محکمې په وړاندې د غټې قامي جرګې غړو او ګڼو کسانو احتجاجي مظاهره هم وکړه، دوی نقیب مسيد ته د انصاف او راؤ انوار ته د سزا ورکولو غوښتنه هم کوله.
دوی وويل که عدالت د راؤ انوار ضمانت لغوه نه کړو او عدالت بدل نه شو دوی به د لوی اختر نه وروسته بيا هغه ډول احتجاجي کېمپ لګوي کوم چې د نقيب مسيد د وژنې وروستو د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې لګول شوی او تر ۱۲ ورځو پورې روان ؤ.