د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ويلي، "حکومت يې پرېکړه کړې چې عاطف میاں د اقتصادي مشاورتي کمېټۍ څخه لرې کړي، حکومت د علماؤ او ټولو ټولنيزو طبقو سره مخ په وړاندې تلل غواړي اوکه د يو تن د نومول کېدو نه بدل تاثر ولاړيږي نو دا مناسبه نه ده".
حکومت نے فیصلہ کیا ہے کہ عاطف میاں کی اقتصادی مشاورتی کمیٹی سے نامزدگی واپس لے لی جائے،حکومت علماء اور تمام معاشرتی طبقات کو ساتھ لے کر ہی آگے بڑھنا چاہتی ہے اور اگر ایک نامزدگی سے مختلف تاثر پیدا ہوتا ہے تو یہ مناسب نہیں۔
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) September 7, 2018
د عمران خان حکومت د ملکي معيشيت ښه کولو دپاره د اقتصادي چارو د کارپوهانو يوه ۱۸ کسيزه مشاورتي ډله جوړه کړې وه چې پکې د امریکا د پرېسټن پوهنتون د اقتصادي چارو کار پوهه عاطف میاں هم شامل کړی شوی ؤ.
پاکستان کې ډېری خلکو د احمدي فرقې سره تعلق لرونکي اقتصادي چارو کارپوهه عاطف میاں په مشاورتي بورډ کې اخيستل ستايلي خو ډېری خلکو پرې نيوکې هم کړې وې.
او په خپله دغو نيوکو ته فواد چوهدري په ځواب کې ويلي ؤ،
" ايا په پاکستان کې د لږکیو په کردار بندېز لګول پکار دي، ايا مونږ له د پاکستان نه لږکۍ بهر کول پکار دي، د يو سړي په اړوند چې ګرده نړۍ وايي په راتلونکو پينځه کالونو کې ورته د نوبېل انعام ترلاسه کېدونکی دی هغه په اقتصادي مشاورتي شورا کې لګول شوی په اسلامي نظرياتي شورا کې نه دی لګول شوی".
د حکومت تازه فېصلې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی چې د عمران خان حکومت د خپلې خبرې نه اوړېدو عادت ته دوام ورکړی او ډېری خلکو په دغه فېصله د ناخوښۍ څرګندونه کړې ده.
خبريال او څيړونکي زاهد حسېن په ټويټرليکلي،
"د پي ټي ايي د حکومت ناخوښه پرېکړه، تندلارو ته تسليم شو".
Deplorable decision by the PTI government. Surrendering to the extremists. https://t.co/RhIcSCqjR9
— zahid Hussain (@hidhussain) September 7, 2018
پاکستان کې د احمدي ډلې ویاندې سليم الدين د عاطف میاں د نوم اخيستو پرته په ټويټر ليکلي،
"دا د حکومت واک دی چې د ملک د پرمختيا دپاره د چا نه ګټه اخلي، خو هر احمدي د وطن سره مينه د ايمان برخه ګڼي او هر وخت به د ملک د پرمختګ دپاره په اول قطار کې ولاړ وي".
کسی شخص کی قابلیت سے ملک و قوم کی ترقی کے لیے فائدہ اٹھانا یا نا اٹھانا حکومت وقت کا اختیار ہے۔ ہر احمدی وطن کی محبت کو اپنے ایمان کا حصہ سمجھتا ہے اور اپنی تمام تر قابلیت کے ساتھ ہر وقت ملک و قوم کی ترقی کے لیے صف اوّل میں کھڑا رہا ہے۔
— Saleem ud Din (@SaleemudDinAA) September 7, 2018
فواد چوهدري په يو بل ټويټ کې ويلي، "د عمران خان د خوښې رياست مدينه دی، او وزيراعظم او د هغه د کابينې غړي عاشقان رسول (ص) دي، او ختم نبوت زمونږ د ايمان برخه ده".