د ښځو د کمو ووټونو له امله د شانګلې په حلقه (پي کی ۲۳) بيا انتخابات کیږي

د شانګلې ضلعې په حلقه پی کی ۲۳ باندې نن د ګل، دوشنبې په ورځ بيا انتخابات کيږي ځکه چې د ۲۵ جولايۍ په عامو انتخاباتو کې په دې حلقه ښځو د الېکشن کمېشن د ټاکلي حساب نه په کمه شمېره کې په ووټونو کې برخه اخيستې وه.

د الېکشن کمېشن ترمخه په پي کی ۲۳ باندې ښځو د ۱۰ فيصده نه کم ووټونه ورکړي او د دغه حلقې نتيجې ودرول شوې او بيا پرې د انتخاباتو کولو ويل شوي وو.

په پي کی ۲۳ باندې د ټولو رجسټرډ ووټرانو شمېره د دوه لاکه نه سېوا ده، چې پکې د سړو ووټرانو شمېر څه دپاسه يو لاک او ۱۳ زره دی او د ښځو رجسټرډ ووټونه پکې د ۸۶زرو نه سېوا دي.

په ياده حلقه کې ټولې ۱۳۵ پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي چې پکې ۸۹ د ښځو او سړو شريکي، ۲۵ يواځې د سړو او ۲۱ د ښځو دپاره جوړې کړی شوي دي.

د ووټونو عمل به د سهار اته بجو نه تر مازيګر شپږو بجو پورې بې د څه دمې نه روان وي.

په پي کی ۲۳ باندې ۱۳ کانديدان په مېدان کې دي.

د ۲۵ جولايۍ د عامو انتخاباتو د غېرسرکاري نتيجو ترمخه د پاکستان تحريک انصاف ګوند شوکت علي يوسفزي ۱۷۳۹۹، د مسلم ليګ ن محمد رشاد خان ۱۵۵۳۳، د عوامی نيشنل ګوند متوکل خان ۱۳۹۴۲، د پاکستان پيپلز پارټۍ افسرالملک خان ۹۶۳۶ او د اېم اېم ای محمد يار پکې ۵۹۲۲ ووټونه اخيستې وو.