د وزیراعظم په مشرۍ د قبايلي سيمو په اړوند مهمه غونډه شوې

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، "مرکزي حكومت به د قبايلي سيمو د پرمختيايي منصوبو لپاره د ترلاسه فنډونو نه زيات وسائل وركوي او په قامي مالياتي فنډ (اېن اېف سي اېوارډ) کې به هم د سيمې د پرمختيايي پېكج ترلاسه كولو په لړ کې بشپړه كردار لوبوي".

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه عمران خان په قبايلي سيمو کې د ځایي حكومت د نظام راوستو دپاره د هلو ځلو ګړندۍ كولو امر كړی دی.

نوموړي په دې خبره زور راوړی چې د قبايلي سيمو د پرمختګ په لړ کې د سيمې د اولس پرېكړې او د مشاورت باوري كولو لپاره ضروري ده چې په دغو سيمو کې ځايي حکومت جوړ کړی شي".

د نهې، سه شنبې په ورځ د عمران خان په مشرۍ د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو د عمل په اړوند لوړ پوړې غونډه جوړه شوې وه.

په ناسته کې د قبايلي سيمو په صوبه کې د ورګډېدو د عمل په تړاؤ د پرمختګ، انتظامي او قانوني چارو په اړوند د اخيستل شوؤ ګامونو جاج اخيستل شوی او ويل شوي د سيمې د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره مهمې پرېکړې شوې دي.

د خبري ادارې ترمخه وزيراعظم ويلي په سيمه کې دې نوی نظام د علاقې دود دستور ته په کتو سره جوړ کړی شي او د سيمې د خلکو سره دې پکې مشورې وشي.

عمران خان په سيمه کې د ځوانانو دپاره د روزګار د زمينو برابرولو، د صحت، تعليم او په ځانګړي ‌ډول د جينکو د سکولونو ښه کولو دپاره د هڅو ګړندي کولو لار ښوونه کړې ده.

په غونډه کې د خزانې وزير اسد عمر، د قانون وزيرفروغ نسيم، د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري، د وزیراعظم سلاکار شهزاد ارباب، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزیراعلیٰ محمود خان او اړوند ادارو چارواکي موجود وو.