د فخرزمان له آوټ کېدو سره د افغانستان د ګټلو چانس زیات دی

د پاکستان او افغانستان تر منځ په روانه لوبه کې د پاکستان په لوبډله کې د پښتون کرکټر فخر زمان نه زیاته تمه کېدله، چې د افغانستان د ۲۵۷ رنزونو هدف ته په رسېدو کې به مهم رول ولوبوي، خو هغه په لومړي اوور کې بې له کوم رنز کولو آوټ شو.

د فخرزمان له زر آوټ کېدو سره به اوس د پاکستان د کرکټ په لوبډله فشار زیات شي او کېدای شي چې کوم بل بېټسمېن هغه شان لوبه ونه کړای شي څنګه چې له فخرزمان څخه یې تمه کېده.

د خیبرپښتونخوا د کاټلنګ فخرزمان هغه وخت مشهور شو چې د هندوستان په ضد د آی سي سي په کرکټ سیالیو کې یې د هند په ضد تر سلو زیات رنزونه جوړ کړي وو او ګټه یې هم تر لاسه کړې وه.

څو میاشتې وړاندې فخرزمان د زمبابوې په ضد هم په یوورځنۍ لوبه کې ۲۰۰ رنزونه جوړ کړي وو. ډېرو کمو بېټسمېنانو په یوه ورځنۍ لوبه کې دومره رنزونه جوړ کړي دي.