سترې محکمې د پېښور په سکول د بريد د قضيې اورېدنې دپاره نېټه وټاکله

Pakistan

د پاکستان سترې محکمې د پېښور په سکول د ترهګر بريد د قضيې اورېدنې دپاره د اکتوبر پينځمه نېټه ټاکلې او اړونده چارواکو ته خبرتياوې ورکړي چې عدالت ته حاضر شي.

د ځايي میډيا د رپوټونو ترمخه د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار د اپرېل په ۲۰ م نېټه د يادې پېښې نوټس اخیستی ؤ.

سترې محکمې نن د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا څارنوال (اټارني جنرال)، اېډوکېټ جنرال او نورو اړونده چارواکو ته خبرتيا ورکړې چې په پينځم اکتوبر عدالت ته حاضر شي.

د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار به د اورېدنې دپاره جوړ درې کسيزه قاضيانو بنچ مشري کوي.

د مې په مياشت کې مشر قاضي امر کړی چې د پېښور پر آرمي پبلک سکول د خونړي برید د څېړلو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ شي او په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو د میندو او پلرونو شکایتونه دې واورېدل شي.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد شوی چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول ماشومان ؤ.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلرونو د پېښې سمدست وروسته غوښتنه کړې وه چې د يادې پېښې دې پلټنې وشي، زمه وار دې يې ښکاره کړی شي.