راشد خان د یو ورځنيو لوبو اول نمبر غوره ال راؤنډر شو، ايي سي سي

د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) د افغانستان ستوری اسپېنر بالر راشد خان د يو ورځنيو لوبو اول نمبر ال راؤنډر لوبغاړو وګرځولو.

ايي سي سي خپله نوې درجه بندي د ايشيا کپ د سياليو وروستو جاري کړې ده.

راشد خان د ۳۵۳ پواينټونو سره اول نمبر ال راؤنډ ر او ۷۸۸ پواينټونو سره د بالرانو په درجه بندۍ کې په دوېم نمبر دی.

نوموړی د ايي سي سي د شل اووريزو (ټي ټيونټي) په درجه بندۍ کې په اول نمبر بالر دی.

ايي سي سي نن د اتوار، يکشنبې په ورځ خپله تازه درجه بندي جاري کړې ده.

د کرکټ نړيوالې شورا ويلي راشد خان په ايشيا کپ کې په غوره لوبه کولو د يو ورځنيو سياليو غوره ال راؤنډر لوبغاړ ګرځېدلی دی.

راشد خان په پينځه سياليو کې لس لوبغاړي سوځولي او د ۴۳.۵۰ په اېورېج يې رنزونه جوړ کړي دي.

د راشد خان کيريئر

۲۰ کلن راشد خان په ۱۸م اکتوبر ۲۰۱۵م د زمبابوی پرضد د يو ورځنیو لوبو پېل کړی، په ۲۶م اکتوبر ۲۰۱۵م هم د زمبابوی پرضد د شل اووريزو لوبو کېريئر پېل کړی ؤ.

هغه د روان کال جولايۍ په مياشت کې د هند پرضد د پينځه ورځنيو ټېسټ سياليو سيريز پېل کړی دی.

نوموړي د ټي ټيونټي په ۳۵ سياليو کې ۶۴ ، ۵۲ يو ورځنيو کې ۱۱۸ او يو ټېسټ کې دوه لوبغاړي سوځولي يا وکټې اخيستې دي.

هغه د ټي ټيونټي په ۳۵ سياليو کې ۱۱۶، ۵۲ يو ورځنيو کې ۶۷۶ او يواځینې ټېسټ کې په يو اننګز کې ۱۹ رنزونه جوړ کړي دي.