افغانستان: انتخابي نښه د منظور پشتين خولۍ 

په افغانستان کې ۱۷ ورځې وروسته د ولسي جرګې په ټاکل شوؤ انتخاباتو کې يوه ټاکنيزه نښه يا سمبول د منظور پشتين خولۍ ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين خولۍ د کابل نه د ولسي جرګې کانديد نجيب الله ازاد او ځينې نورو نښه هم ده، او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په وېب پاڼه خپور د کانديدانو په لسټ کې هم د ازاد عکس په دغه خولۍ کې خپور دی.

نجيب الله ازاد

د ولسي جرګې د نورو کانديدانو په نښو کې شمله يا پټکی، لاټېن، ونه، زمری، ټانګه، بلب، پرچ پياله، سايکل، د کرکټ لوبغاړی، قراقلۍ، امېل، د افغانستان نقشه، تبر، دوات، رکشه، جهاز، رباب، قېنچي، تورې او داسې نورې ډېرې شاملې دي.

خو د منظور پشتين خولۍ خپله ځانګړتيا لري او دا خولۍ د روان کال د لومړۍ مياشتې وروسته په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې هغه وخت مشهوره شوه چې منظور پشتين به تل په سر کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د دغه سور رنګې خاص ډول خولۍ په سرولو سره دا اوس سمبول ګرځېدلی دی او خلک يې د منظور د خولۍ په نامه يادوي.

منظور پشتين وايي دغه خولۍ ورته په خپل کلي کې يوه مزدور ورکړې وه او هغه يې په سر ده.

د نوموړي سره د یو والي د څرګندونې په تړاؤ د افغانستان په اولسي جرګه کې دا خولۍ څو وکيلانو او اسپيکر په سر کړې وه او په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ جوړه خېمه هم د دغه خولۍ په رنګ جوړه شوې وه.

په پاکستان کې په ځينو ځايونو کې داسې راپورنه هم مخې ته راغلي چې په دغه خولۍ د منظور پشتين په وجه بندېزونه هم لګېدلي خو دا وخت په هر ځای کې دغه خولۍ ترلاسه کیږي او د منظور پشتين او پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه پېژندل کیږي.

که څه هم د دغه خولۍ کره تاريخ نه دی مالوم خو د راپورونو ترمخې دا خولۍ به د افغانستان په شمالي برخو کې خلکو په سروله.

خو په بازارونو کې يې خرڅ يا طلب هغه وخت زیات شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا منظور پشتين سمبول وګرځېدو، دغه خولۍ دا وخت نه يواځې په پاکستان او افغانستان بلکې په ګرده نړۍ کې د منظور سره د يو والي يا مینې په توګه خلک په سر کوي.

د افغانستان په ټاکنيزو نښو کې خوراکي مېوې هم د سمبول په توګه ورکړل شوي چې پکې انګور، انار او خربوزه هم شامل دي. دغه مېوې د افغانستان يادې مېوې دي.

د افغانستان ټاکنيزې ځېنې نښې د پاکستان د بېلابيلو سياسي ګوندونو د نښو سره برابريږي.

لکه په افغانستان کې لاټېن په پاکستان کې د عوامي نيشنل ګوند انتخابي نښه ده، ونه دلته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ازمری دلته د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند نښه ده.