په صوابۍ کې د پي ټي اېم د نيول شوؤ غړو ضمانت منظور شو

په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د نهه تنه نیول شوو غړو د خوشي کېدو ضمانت منظور شو.

د خالي، شنبې په ورځ د ۸۸ کلن فېض محمد کاکا په ګډون د پي ټي اېم نهه تنه غړي په عدالتي ريمانډ جېل ته لېږل شوي وو.

د پي ټي اېم د وکيلانو په وېنا د صوابۍ د اډيشنل سيشن جج اعجاز اعوان عدالت د دغو نهه واړو کسانو د خوشي کېدو ضمانت منظور کړو او عدالت د يو، يو تن دپاره د ۵۰، ۵۰ زرو روپو د ضمانتي مچلکو او دوه ضمانتيانو امر وکړو.

د پي ټي اېم د نيول شوؤ غړو ضمانت په داسې حال کې منظور شوی چې نن پي ټي اېم د پاکستان په لويو، وړو ۱۷ ښارونو کې احتجاجي مظاهرې اعلان کړي دي.

د سليم خان اېډوکېټ په وېنا په "دغو کسانو باندې د صوابۍ تهاڼې اېف ار کړی ؤ چې دې کسانو خلکو ته د پاکستان د رياست خلاف د بغاوت تلقين کړی او د پاکستان د بېرغ بې حرمتي يې کړې ده".

هغه ويلي پوليس په خپله باندې نېغ په نېغه داسې مقدمه نه شي درج کولی او زياتره داسې مقدمې د خلکو ويرولو دپاره درج کولی شي.

په صوابۍ کې د اګست د میاشتې په ۱۲م نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه جلسه شوې وه چې ورته منظور پشتين هم وېنا کړې وه.

د يادې جلسې وروسته د صوابۍ پوليسو د جلسې د راجوړؤنکو پرضد مقدمه درج کړې او په مقدمه کې تور لګول شوی ؤ چې د پي ټي اېم غړو او مشرانو د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړي او خلک يې راپارولي دي.

په یاده مقدمه کې د نيول شوؤ نهه کسانو سره وروستو د منظور پشتين په ګډون نور نومونه هم په اېف ايي ار کې شامل کړی شوي وو.

منظور پشتين نن د نهې، سه شنبې د احتجاجي مظاهرو په اړوند ويلي،

"دغه مظاهرې په صوابۍ کې د پي ټي اېم د غړو د نيولو، د رویدالله غېر قانونه بند، په سوات کې چاؤڼۍ جوړولو، د بکاخېلو په کډوال کېمپ کې د کډوالو سره د غېر انساني رویې او د پښتنو په خاوره په منظم ډول د هدفي وژنو پرضد دي".

په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو د مقدمې نه وړاندې په کراچۍ او د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې هم مقدمې جوړې شوي خو په هغو مقدمو کې څوک نيول شوي نه وو.