د اسيه بي بي د خوشي کېدو د فېصلې پرضد د تحریک لبېک سره نورې مذهبي سياسي ډلې هم احتجاجونه کوي

د پاکستان د سترې محکمې لخوا د اسيه بي بي د خوشي کېدو پرضد نن تحريک لبېک په ټول ملک کې د کاربنديز، جماعت اسلامي او جمعيت علمااسلام (ف) ډلو د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

لاقانونه ګرځول شوې اهل وسنت والجماعت (پخوانۍ سپاه صحابه) هم نن په ټول ملک کې د کاربندېز کولو اعلان کړی دی.

د عالمي مجلس تحفظ ختم نبوت په نوم ډلې بېلابيلې ډلې د اسلام اباد په ډي چوک کې راټولې شوي دي.

د جماعت اسلامي ډلې د ځوانانو عمومي سېکتر ميا عثمان جاوېد ویلي د خپل مشر سېنېټر سراج الحق په غږ د جمعې په ورځ په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې کوي.

د جمعيت علمااسلام (ف) مولانا عبدالغفور ويلي د جمعې نمونځ به د سپريم کورټ مخې ته کوي.

د ياد ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي د نړیوال فشار لاندې د اسيه بي بي فېصله اورول شوې او د پاکستان نه د مذهب د سپکاوي د قانون ختمولو غوښتنه هم شوې ده.

نوموړي د متحده مجلس عمل په استازيتوب په اتم نومبر په کراچۍ کې د غټې احتجاجي مظاهرې کولو اعلان کړی او ويلي يې دي د بهرنۍ ايجنډې د مخې ته نه بوتلو د باور ورکولو پورې به دا سلسله دوام ولري.

د پاکستان سترې محکمې د شورو په ورځ د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ د سزا سره د مخ عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د پرېښودلو فېصله اورولې وه.

له دغې پرېکړې نه وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لییک د سترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه هم کړې ده.

وزیراعظم عمران خان د تحريک لبېک د احتجاجونو، ججانو او پوځي مشر په اړه څرګندونو وروسته ویلي ؤ،

ریاست دې مجبور نه کړی شي چې د هغه خلکو خلاف سخت اقدامات وکړي چې د سپریم کورټ د اسیه بي بي فېصلې په ضد یې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

حکومت پرون ويلي د احتجاج کوونکو سره مذاکرات کول غواړي خو تېره شپه بيا د تحریک لبېک مشر خادم رضوي ويلي مذاکرات ناکامه شوي او ويلي يې ؤ حکومت ورته د چقولو ګواښ کړی دی.