بلوچستان ته د ورځې یو لک ایراني تېل په قاچاکي توګه وړل کېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د امريکا له لوري پر ايران د لګول شویو نويو بنديزونو له کبله د ايراني تېلو قاچاک زيات شوی دی، چې د بلوچستان له سرحدي ښارونو پنجګور، ماشکېل او تفتان څخه نورو ښارونو ته په قاچاکي توګه وړل کيږي.

د پاکستان سټېټ آيل یوه لوړپوړي افسر د شناخت پټ ساتلو په شرط وي.او.اې ډيوه ته وويل چي په يوه ورځ کې يو لک ليټر ايراني ډيزل او پټرول په کاچاکي توګه بلوچستان ته راوړل کيږي.