امریکې په اورکزو او کراچۍ کې ترهګر بریدونه غندلي دي

امریکې د پاکستان په اورکزۍ ضلع او کراچۍ ښار کې پرون د جمعې په ورځ ترسره شوي ترهګر بريدونه په کلکه غندلي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، امریکا د اورکزۍ او کراچۍ د ترهګرو بريدونو په سختو ټکو کې غندنه کوي، په کومو کې چې د ۳۰ نه سېوا کسان وژل شوي دي.

په قبايلي ضلع اورکزو کې پرون د جمعې په مېله کې شوې چاؤدنه کې د ۳۰ نه زيات کسان وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور سېوا نور ژوبل شوي وو.

بل لور ته په کراچۍ کې د چين په قونصلګرۍ وسله وال برید شوی چې پکې دوه عام ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي وو.

د کراچۍ د پوليسو په وېنا بريدګر درې واړه ترهګر په ځوابي عملياتو کې وژل شوي او د قونصلګرۍ کارمندان په بريد کې روغ پاتې شوي وو.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه بلوڅ بېلتون خوښې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) د بريد زمه واري منلې ده.

امریکا په يادو پېښو کې د وژل شویو ملکي وګړو او سرتيرو د کورنيو سره خواخوږي کړې ده.

امریکا په کراچۍ کې د چین په قونصلګرۍ بريد ته د پاکستانۍ امنيتي ځواکونو سمدست غبرګون ستايلی دی.

امريکې ویلي د ترهګرۍ سره مخ پاکستانيانو سره ولاړه ده او امريکا به د سيمې ګواښونو سره په جګړه کې د پاکستان د حکومت مرستې دوامداره ساتي.