د علامه حبیبي لس کتابونه له فارسي ژبې پښتو ته ژباړل شوي
Your browser doesn’t support HTML5
په پښین کې مېشت لیکوال او ژباړونکي عبدالهادي مجروح د پوهاند علامه عبدالحی حبیبي لس کتابونه له فارسي ژبې پښتو ته ژباړلي چې په هغوی کې یواځې یو چاپ دی، دوه تر چاپ لاندې دي او اووه نور یې ناچاپه پراته دي. ښاغلی مجروح وایي، د علامه حبیبي د کتابونو نسخې یې په ډېرې خوارۍ موندلې، خو اوس یې چې د هغه ارزښتمن آثار ژباړلي، د چاپ وس یې نه لري او له خپروونکو ادارو غوښتنه کوي چې د علامه حبیبي دغه علمي آثار ور چاپ کړي.