د چرګانو په ساتنه د غريبۍ نه وتل: په عمران خان پورې ملنډې او د بل ګېټس ستاينه

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ټويټر د نړۍ د شتمن تن او مايکرو سافټ د مشر بل ګېټس د چرګانو د لارې د غريبۍ نه د وتلو پروسه د بېلګې په توګه وړاندې کړې ده.

عمران خان دوه ورځې وړاندې د چرګانو د ساتنې او خرڅ د لارې د غريبۍ څخه د وتلو د منصوبې په اړوند ويلي او د هغه په دې وېنا پورې په سوشل ميډيا ټوقې او ملنډې شوې وې.

وزیراعظم نن د خالي، شنبې په ورځ په ټويټر ويلي،

"که څوک په کور دننه (ديسي) د چرګانو د لارې د غريبۍ خبره کوي د غلام ذهن خاوندان پورې ملنډې کوي او که څوک (ولايتي) دا خبره کوي هغه ستايل کيږي".

د زيارت په ورځ د خپل حکومت د سلو ورځو دکارکردګۍ ښودلو په اړوند جوړې شوې دستورې ته په وېنا کې عمران خان د چرګو او هګو د لارې په هېواد کې په غريبۍ د قابو موندلو ويلي ؤ.

هغه پخپله دغه وینا کې ویلي ؤ چې د کلیوالو ښځو دپاره یې د پېسو ګټلو زبردسته لاره لټولې ده او دغه لاره یې دا ښودلې چې ښځو له به دکورنیو چرګو هګۍ او بچي ورکولی شي او د دغه لارې به ښځې د غريبۍ نه خلاصې شي.

د مسلم ليګ ن خواجه سعدرفيق د عمران خان دغه بيان د (شېخ چلي په اعلان) ياد کړی ؤ.

بل ګېټس دوه کاله وړاندې د افريقې په غريبو کورنيو د يو لاک چرګانو وېشلو اعلان کړی ؤ.

هغه ويلي ؤ د چرګانو ساتلو او خرڅولو د لارې غريبي کمېدی شي خو د نوموړي د دغه اعلان په اړوند ويل شوي وو چې ايا داسې کول ممکن هم دي او که نه دي؟.

نن هم د عمران خان د ټويټ وروسته ځينې کسانو د افريقايي هېواد بلېويا غبرګون خپور کړی چې ياد هېواد د بل ګېټس دغه اعلان سپکاوی ګڼلی ؤ.