د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستاني پوځ د ویاند په ځواب کې وایي، چې دوی خو په تېر یوه کال کې د خپلو غوښتنو لپاره ریاست ته په خپلو سوله ییزو احتجاجونو او جلسو کې یواځې ژړا او فریاد کړی دی، خو ریاست په وار وار پر دوی تشدد کړی دی.
د وي.او.اې ډیوه له خبریال فضل عزیز سره په ځانګړې مرکه کې منظور پښتین وایي، د دوی درې نه [څنګه چې د پوځ ویاند آصف غفور ویلي]، بلکې پینځه غوښتنې دي چې تر اوسه پوره شوې نه دي او دوی به مبارزې ته دوام ورکوي، نو که پوځ یې په ضد ګام اخلي دوی یې مخه نه شي نیولای، ځکه چې وایي پوځ پخوا هم د پښتنو په ضد عملیات کړي دي.