د بلوچستان حکومت تعلیم لازمي څانګه کړه او د استادانو پر احتجاج یې بندیز ولګاوه

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان صوبایي حکومت د یوې قانوني مسودې له لارې د تعليم څانګه د لازمي خدمتونو په فهرست کې شامله کړه، چې په اساس به یې استادان کاربنديز او احتجاج نه شي کولای.

د کالجونو د استادانو تنظیم دغه قانون رد کړی او دا یې د بشري حقونو او د پاکستان د آیین له مخې د دوی د جمهوري حقونو خلاف ګڼلی دی.