نوښار: د نهه کلنې ماشومې په جنسي تيري او وژنه تورن کس نيول شوی

د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د کم عمره ماشومې د جنسي تيري وروسته په وژنه تورن قاتل نيول شوی دی، پوليس وايي نيول شوي تن جرم منلی دی.

د پولیسو په وېنا نهه کلنه ماشومه د دسمبر په ۲۷م نېټه هغه وخت بې درکه شوې چې د خپل کور سره نزدې بل کور ته د قران سبق ويلو له تلې وه او په سبا له بيا د هغې مړی په نزدې مقبره کې ترلاسه شوی ؤ.

دا پېښه د نوښار په نوي کلي کې رامنځته شوې وه.

د مردان ډويژن د پولیسو مشر (ډي ايي جي) محمد علي ګنډا پور نن د نهې، سه شنبې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل د نهه کلنې ماشومې سره د جنسي تيري او د هغې په وژنه کې تورن ککړ تن يې نيولی دی.

هغه وويل دغه تن یاسر نوميږي او ۲۱ کلن دی او د وژل شوې ماشومې د کور سره نزدې اوسيږي.

پولیس افسر وويل د درېو ورځو په پلټنو کې دننه د نوښار پوليسو د ۲۰ مشکوک کسانو نه پوښتنې وکړې او د ۲۰۰ کسانو طبي معاينه (ډي اېن ای) ټېسټونه کړي دي.

د ماشومې د بې درکۍ رپوټ په نوشهره کلا تاڼه کې په نامالومو کسانو درج کړی شوی ؤ.

ساحل نومې غېر دولتي ادارې تېر کال په يو راپور کې ويلي ؤ چې د کال ۲۰۱۸م په لومړو شپږ مياشتو کې په ټول پاکستان کې د ماشومانو تښتولو، په هغو د تشدد او ورسره د جنسي تيري پېښې ۳۲ فيصده سېوا شوي دي.

د يادې ادارې په رپوټ کې ويل شوي وو په شپږو مياشتو کې د ۲۳۲۲ ماشومانو کېسونه رپوټ شوي او د ۲۰۱۷م په پرتله په شپږ مياشتې موده کې د کم عمره هلکانو سره د جنسي تيرې پېښې ۴۷ فيصده او جينکو سره د جنسي تيري پېښې ۲۲ فيصده سېوا شوي دي.

د رپوټ ترمخه زياتې ۱۷۲۵ پېښې په کليوالو علاقو او ۵۹۷ په ښارونو کې رامنځته شوې او د شپږ و نه تر ۱۵ کالونو پورې ماشومان پکې په نخښه شوي وو.

په رپوټ کې ويل شوي د ماشومانو سره د جنسي تيري زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې شوې وې.