الشباب د نيروبي په هوټل د بريد زمه واري منلې

الشباب تندلارې ډلې د کينيا په پلازمينه نيروبي کې په هوټل د بريد زمه واري منلې ده، پوليس ویلي په دغه بريد کې ۱۵ تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

د ځينې راپورونو ترمخه په وژل شوؤ کې امریکايي او برتانوي وګړي هم شامل دي.

د کينيا د کورنيو چارو وزارت ويلي حالات په قابو کې کړی شوي دي.

په نېروبي کې دا بريد د ځايي وخت ترمخه غرمه شوی او بريد کوونکو اول د هوټل په لابي کې ځانمرګی بريد کړی ؤ.

په هوټل د برید په ويډيو کې څلور وسله وال تنه ليدل کيږي، د هوټل کار کوونکي او نور کسان په منډه دي او په ګاډو اور بليږي.

پوليسو ویلي داسې جسدونه يې ليدلي چې ډوډۍ ورته مخې ته پرته وه.

د نېروبي دغه هوټل چې بريد پرې شوی ویل کیږي دلته امریکا، يورپيان او هندي سېلګري پاتې کیږي خو دا نه ده مالومه شوې چې د بريد هدف څوک وو.

الشباب له دې وړاندې هم په کينيا کې د څو بريدونو زمه وارۍ منلې دي.