طالبان وايي پاکستان پرې د افغان سولې د خبرو دپاره فشار اچوي

طالبانو ويلي، په پاکستان کې د يو طالب مشر نيول د اسلام اباد د حکومت لخوا په طالبانو فشار اچول دي د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

طالب مشر حافظ محب الله د چې د امریکا سره د خبرو عمل ته ډېر نزدې دی په پېښور کې نيول شوی خو وروسته بيا پرېښودی شوی ؤ.

رويټرز ویلي د دغه ګرفتارۍ وروسته پاکستاني چارواکو د ملک په بېلابيلو برخو کې د نورو طالبانو په کورونو او د هغوي د دوستانو په کورونو هم چاپې وهلي دي.

طالب وياند د محب الله د خوشي کېدو پخلی کړی چې د شورو، چهارشنبې په ورځ خوشی کړی شوی دی.

په پاکستان کې د طالبانو د نيولو او په طالبانو د فشار خبره په داسې حال کې مخې ته راغلې چې طالبانو د نهې، سه شنبې په ورځ تور لګولی چې امريکا ورسره د سولې د خبرو د ايجنډې څخه تېښته کويَ

دوي ګواښ کړی ؤ که امریکې خپله تګلاره بدله نه کړه نو دوي به د سولې روانې خبرې وځنډوي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سيمې د هېوادونو په سفر دی او هغه د نهې په ورځ کابل ته رسېدلی دی.

تېره اوونۍ په قطر کې د هغه د طالبانو سره خبرې ټاکل شوې وې خو دغه خبرې بيا نه وې شوې.

طالبان تراوسه پورې د افغان حکومت سره هم د خبرو څخه انکار کوي.

رويټرز د طالب سرچينو له قوله ویلي اوس چې کومه شخړه رامنځته شوې دا په سيمه کې د هېوادونو دلچسپي څرګندوني، پاکستان او امریکا په طالبانو د کابل د حکومت سره د خبرو دپاره فشار اچوي او د ايران په ګډون نور هېوادونه د طالبانو د دريځ ملاتړ کوي.

طالب سرچینې ويلي، ايران او قطر د طالبانو د لار ملاتړ کوي خو پاکستان د افغان حکومت او امریکا خبره کوي.

په عېن حال کې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ويلي، سیمه ییز متحدین یې ورسره پر دې خبره موافق دي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

زلمي خلیلزاد شورو، چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکې په سفارت کې له ځایي رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو د وروستي بیان په اړه چې که امریکا د سولې له خبرو تېښته کوي دوی به ورسره خبرې وځنډوي، داسې وویل:

"که طالبان خبرې کول غواړي مونږ ورسره خبرې کولای شو، خو که دوی جګړه کول غواړي نو مونږ جګړه ورسره کوو، خو مونږ هیله من یو چې طالبان سوله کول غواړي".