د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی خو پرېکړه لا نه ده شوې.
د خالي، شنبې په شپه ناوخته په ټويټر باندې ښاغلي خليلزاد په دوحه کې د ترسره شوؤ خبرو په اړوند ويلي،
د شپږو ورځو د خبرو وروسته افغانستان ته ځي. هغه ویلي په دوحه کې يې د طالبانو سره ليدنې ګټورې وې، مهم پرمختګ پکې شوی، د تېر په پرتله دا خبرې ډېرې ښې وې د خبرو لړۍ به دوام لري او ډېر زر به بيا پېل شي.
1/3 After six days in Doha, I%27m headed to #Afghanistan for consultations. Meetings here were more productive than they have been in the past. We made significant progress on vital issues.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) January 26, 2019
خليلزاد زياته کړې چې په ټولو خبرو باندې موافقه کېدل لازمي دي او څو پورې چې داسې نه وي شوي دا به ختمي نه وي او په ټولو خبرو د موافقه کېدو په خبرو کې د افغانانو ترمنځ خبرې او اوربند شامل دي.
امریکايي استازي د خبرو په راجوړولو د قطر د حکومت نه مننه کړې ده.
3/3. Thanks to the Government of #Qatar for their constructive engagement and their facilitation of this round of talks. Particularly the Deputy PM and FM @MBA_AlThani_ for his personal involvement.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) January 26, 2019
د قطر د شپږ ورځنيو خبرو او خليلزاد د ټويټس وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د ايجنډې ترمخه په دې ليدنو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ترڅنګ په نورو اړونده مهمو مسايلو بحث او پرمختګ وشو.
هغه ويلي معامله اوږه او حساسه ده ځکه پوره خبرو ته اړتيا لري نو په دې فېصله وشوه چې ځينې مسلې چې حل ته اړتيا لري په راتلونکې کې به ورته نورې غونډې جوړيږي.
طالبانو ويلي چې څو پورې د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو موضوع نه وي حل شوي په نورو خبرو کې پرمختګ امکان نه لري.
د طالبانو په بيان کې دا خبره رد کړی شوې ده چې په اوربند موافقه شوې ده.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور رويټرز ته ویلي، پاکستان د امریکايي چارواکو او افغان طالبانو د خبرو په بيا پېل کېدو کې د سهولت کار رول ادا کړی دی او دوي د طالبانو د خبرو مېز ته په راوستلو کې کامياب شوي دي.
په قطر کې چې خبرې روانې وې او د پرمختګ خبرونه مخې ته راتلل، د افغانستان صدر اشرف غني ویلي د طالبانو سره د سولې ممکنه لوظنامه باید چې د هېواد آئین او قانوني چوکاټ ته احترام ولري.
صدر اشرف غني دغه خبرې د جمعې په ورځ د سوېټرزلېنډ په ډوس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وکړې.
افغان صدر وویل په افغانستان کې د موجودو خارجي ځواکونو د اینده فېصله باید چې د افغانانو په ملکیت کې مذاکراتو کې وشي.