د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) د پاکستان کرکټ لوبډلې په کپتان سرفراز د څلورو سیاليو څخه بندېز لګولی دی، سرفراز د لوبې په مهال د سویلي افريقې يو لوبغاړي ته د نسل پرستۍ خبرې کړې وې.
سرفراز د سویلي افريقې لوبغاړي اينډيل پهلواکيو ته د لوبې په مهال ویلي ؤ، " ای کالی، ستا مور چرته ناسته ده؟ نن دې څه ويلي او راغلی یې".
د کرکټ نړیوالې شورا سرفراز په دغو خبرو سزاوار کړی او د څلورو سياليو دپاره يې معطل کړی دی.
JUST IN: Pakistan captain Sarfaraz Ahmed has been handed a four-match suspension for breaching ICC%27s Anti-Racism Code.DETAILS ⏬https://t.co/7lCs3FiYpp pic.twitter.com/OWpwV6lJ4w
— ICC (@ICC) January 27, 2019
د سرفراز په دغه وېنا په هغه سختې نيوکې شوې او هغه بيا په خپلو خبرو د افریقايي لوبغاړي نه بخښنه هم غوښتې او افريقايي لوبغاړي معاف کړی ؤ.
خو د افريقې د کرکټ لوبډلې کپتان فاف ډيوپلېسیس ویلي ؤ، دوي د خپل د خپله طرفه سرفراز معاف کړی او د کرکټ نړیواله شورا (ايي سي سي) د سرفراز په وېنا خبر شوی هغه به ورسره خپل چلند کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ د ايي سي سي په پرېکړه د مايوسۍ څرګندونه کړې چې دا دوه لوبغاړو ترمنځ خبره او سرفراز معافي غوښتې او افريقايي لوبغاړي بخښلی ؤ. خو ايي سي سي بيا هم دغه ګام پورته کړو.
PCB disappointed with ICC decision on SarfarazRead full statement: https://t.co/hsab5gOEhd
— PCB Official (@TheRealPCB) January 27, 2019
پي سي بي ويلي د سرفراز د سزا خبره به د ايي سي سي په وړاندې راپورته کوي.