صدر ټرمپ نن د سټېټ اف دې يونين وېنا کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ نن د نهې، سه شنبې په ورځ د ګانګرس شريکې غونډې ته کاليزه (سټېټ اف دې يونين) وېنا کوي.

د صدر ټرمپ دغه وېنا به په ټيلي ويژن نېغ په نېغه خپريږي او د سپينې ماڼۍ ترمخه نوموړی به په دې وېنا کې قام ته د يو والي وېنا کوي.

د امریکې سېټېټ اف دې يونين هغه وېنا وي کومه چې د امریکې صدر د سېنېټ او استازو اېوان ګډې غونډې ته په يو ځای کوي.

د نوموړي دا وېنا د جنورۍ په ۲۹ ټاکل شوې خو د امريکې د ځينو ادارو د تړل کېدو (شټ ډاؤن) له سببه وروسته کړی شوې او د استازو د اېوان ډېموکرېټ سپيکرې نېنسي پيلوسي د صدر د وېنا بلنه بيرته اخيستې او دا د امریکا په ياد تاریخ کې په لومړي ځل داسې شوي وو.

ويل کيږي نوموړی به دغه وېنا د خپلو لاس ته راوړنو په اړوند کانګرس او قوم ته د لومړيتوبونو دپاره وکاروي.

ښايي هغه به د بهرنيو په چارو هم وغږيږي او د شام او افغانستان څخه د امریکايي پوځونو په ويستلو ټينګار وکړي.

خو د نوموړي په وېنا کې قوي هيله ده چې د مېکسيکو سره د ديوال خبره په سر کې وي، په کومه مسله چې ځينې امریکايي ادارې ۳۵ ورځې تړلې پرتې وې.

دا د امريکا تر ټولو اوږد شټ ډاؤن ؤ.

ويل کيږي که ډېموکرېټس او سپينه ماڼۍ د ۱۵ فرورۍ پورې د ديوال په مسله موافق نه شو د بل شټ ډان خطره موجوده ده.