د پنجاب صوبې د تحریک انصاف مشر وزير عليم خان د امدن نه د سېوا شتمنيو په تور نيول شوی

د پاکستان د پنجاب صوبې د تحریک انصاف ګوند د حکومت مشر وزير عليم خان د امدن نه د زیاتو شتمنيو او د ملک نه بهر شرکتونو په تور نیول شوی دی.

عليم خان د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) نن د شورو، چهارشنبې په ورځ نيولی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د پنجاب صوبې د تحریک انصاف ګوند د مشر وزیر نه د نېب چارواکو نزدې دوه ساعته پوښتنې کړي او له هغې وروسته يې نيولی دی.

خبریالې غريده فاروقي د نېب لخوا د عليم خان د نيولو خبر پاڼه په ټويټر خپره کړې ده چې پکې ليکل شوي،

د احتساب قامي ادارې د پنجاب مشر وزیر عليم خان د امدن نه د سېوا شتمنيو جوړولو په تور نيول شوی دی.

ويل شوي د نيولو وروسته به د قانون ترمخه هغه د احتساب د لاهور عدالت ته سبا د زيارت، پنجنشبې په ورځ د ريمانډ دپاره مخامخ کولی شي.

د ځايي ميډیا ترمخه د نيولو وروسته عليم خان د خپل وزارت څخه استعفی ورکړې ده.

نوموړی د امدن نه په سېوا شتمنیو جوړولو له دې وړاندې نېب ته څلور ځله وړاندې شوی ؤ.

د رپوټونو ترمخه د عليم خان د نيولو وروسته د پنجاب صوبې وزيراعلی عثمان بزدار د کابينې غونډه رابللې ده.