د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې نيول شوی پروفېسر عمارعلي جان په ضمانت خوشی شوی دی، هغه د ارمان لوڼي د وژنې پرضد مظاهره کې د ګډون په سر نيول شوی ؤ.
بل لور ته د لاهور څخه رضوان رضي ژورنالسټ د خپله کوره څخه بوتلل شوی دی، د رضوان په ټويټر د هغه زوي ليکلي،
"زه د داداجي زوی ليکم، نن سهار وختي زما پلار څو کسانو په ګاډي کې په ديکه کښېنولی او بوتلی دی"، په بل ټویټ کې هغه ويلي "د تښتول شوي پلار درک يې نشته".
Aoa Mein Dada g ka beta likh raha huin. Abhi subha sawery meray baap ko kuch log gari mein dhaka maar kar utha le gaye hain.
— Rizwan Razi (@RaziDada) February 9, 2019
د ژورنالسټ تښتول کېدو ته په سوشل ميډیا سخت غبرګون ويل شوی دی،
ژورنالسټ رضا رومي په ټویټر ويلي،
"د هغه څه غلطي وه؟ تنقیدي ټويټونه او په ټيلي ويژن خبرې کول. دا د اظهار رايې په ازادۍ حمله کول دي".
#ReleaseRaziDada What was his fault? Critical tweets and commentary on TV.This is an attack on #FreedomOfSpeech and #FreedomofExpression https://t.co/LVsszIOFEg
— Raza Ahmad Rumi (@Razarumi) February 9, 2019
نورو ژورنالسټانو هم د رضوان رضي د نيولو پرضد ټويټونه کړي او د هغه نيول يې ژورنالزم د فشار لاندې ساتل ګرځولي دي.
د رپوټونو ترمخه مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای پخلی کړی چې رضي دوي نيولی دی او ويلي يې دي په ژورنالسټ تورونه دي چې د رياستي ادارو پرضد يې په سوشل ميډيا خبرې کولې.
له دې وړاندې پروفېسر عمار علي جان په خپله فېس بک پاڼه ويلي ؤ، "چې زه د لاهور د ګلبرګ په پولیس سټېشن کې بندي يم، او د هغه پرضد مقدمه جوړه شوې چې هغه د ارمان لوڼي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کې ګډون کړی ؤ".
وروستو ځايي ميډيا د عمار علي جان په ضمانت د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.