ٖپه پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي

په پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي چې يوه پکې په هنګو او بله په لاهور کې رپوټ شوې ده، په پاکستان کې روان کال د پوليو پېښې څلورو ته ورسېدې.

د پوليو ضد پروګرام د خاتمې دپاره د وزيراعظم ځانګړي وياند بابر بن عطا د پوليو د نوؤ پېښو پخلی کړی دی.

نوموړي په ټويټر ویلي، "يوه پېښه په لاهور کې او بله د خېبرپښتونخوا په هنګو ضلع کې مخې ته راغلې ده، دا په روان کې د پوليو څلورمه پېښه شوه، يوه په باجوړ، يوه په بنو، يوه په لاهور او يوه په هنګو کې".

هغه ويلي په خپله به وګوري چې د پوليو پېښې ولې رامنځته کيږي او زياته کړې يې ده که د کوم چارواکي بې غوري پکې مخې ته راغله پرضد به يې سخت ګام پورته کولی شي.

هغه ویلي لکه په باجوړ کې چې يې افسران په بې غورۍ له پلټنو وروسته د دندې څخه لرې کړي وو.

په پاکستان کې د پوليو د خاتمې د پروګرام د وېب پاڼې ترمخه تېر کال په ۲۰۱۸م کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۱۲ پېښې مخې ته راغلې وې.

په يادو پېښو کې د خېبرپښتونخوا په اته پېښو کې پينځه په باجوړ، په خېبر، چارسده او لکي مروت کې يوه يوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې درې پېښې رپوټ شوې او د کراچۍ په ګډاپ ټاؤن کې هم يوه پېښه مخې ته راغلې وه.