د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې په راؤ انوار د فرد جرم لګولو دپاره نېټه ټاکل شوې

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د نقيب مسيد او د هغه سره درې نورو وژل شوؤ کسانو په مقدمه کې په راؤ انوار او هغه سره پولیس ډله باندې د مارچ په پينځمه نېټه د فرد جرم لګولو ويلي دي.

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان تېر کال د جنورۍ په ۱۳م د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوي وو.

د یادې مقابلې مشري د هغه وخت د ملير ضلعې پوليس مشر راؤ انوار کوله او د پوليس پلټونکې ډلې دغې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

په ياده مقدمه کې اورېدنه پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د کراچۍ په مرکزي زندان کې شوې ده.

په پرونۍ اورېدنه کې د راؤ انوار او هغه سره په مقدمه کې شامل پوليسوباندې د شريکې اورېدنې او د دې ترڅنګ په وژل شوؤ کسانو چې د وسلې او بارودي موادو کومې مقدمې جوړې شوې د دې دواړو په يو ځای د اورېدنې ويل شوي دي.

د بلې اورېدنې دپاره د مارچ پينځمه نېټه ټاکل شوې او عدالت ویلي په دغه ورځ به په ټولو تورنو کسانو فرد جرم ولګول شي.

له دې نه په وړاندې اورېدنه کې د مقدمې پلټونکي پوليس افسر اېس اېس پي ډاکټر رضوان احمد خان سيند هايکورټ ته په جمع کړي رپوټ کې خواست کړی ؤ چې کوم ملزمان په ضمانت خوشي دي د هغو ضمانت دې ختم کړی شي.

په ياده مقدمه کې د راؤ انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت خوشي دي، شپږ بنديوان دي او اووه مفروران دي.