"مورنۍ ژبې صرف د ابلاغ او د شناخت ذریعې نه دي بلکې دې سره سره د خاورې د دانش د منتقل کولو، د خپلو وسیلو د پیژندلو او د خپلې خاورې خپل اختیار تر لاسه کولو تر ټولوغټ سنګرونه هم وي، مورنۍ ژبه د کلتور د ملا تیر وي".
۲۱م فروري د مورنو ژبوپه نړیواله ورځ "پښتو زما مورنۍ ژبه" د سرخط لاندې په ټويټر خلک خپلې څرګندونې کوي.
پوهاند او څيړونکي خادم حسېن د مورنو د نړيوالې ورځ په مناست په ټويټر ليکلي،
مورنۍ ژبې صرف د ابلاغ او د شناخت ذریعې نه دي بلکې دې سره سره د خاؤرې ددانش د منتقل کولو، د خپلو وسیلو د پیژندلو او د خپلې خاؤرې خپل اختیار تر لاسه کولو تر ټولوغټ سنګرونه هم وي. مورنۍ ژبه د کلتور د ملا تیر وي.#PashtoMyMotherLanguage
— Khadim Hussain (@Khadimhussain4) February 20, 2019
پښتون سياستوال او پوهاند افراسياب خټک ويلي،
"پښتو د اویستا او سنسکرت په شان د سترو قدیمو ژبو تر مینځه د پل حیثیت لرونکې زړه ژبه ده چه د ۷۰ ملیونو نه زیات خلک یې وايي .خو په پښتنوکې د قبایلي نظام د اوږدوالي او د سیاسي بې واکۍ بلکې بلواکۍ له کبله یې خپل مقام نه دی موندلی .زمونږ پرمختګ د پښتود پرمختګ سره تړلی دی".
پښتو د اویستا او سنسکرت په شان سترو قدیمو ژبو تر مینځه د پل حیثیت لرونکی زړه ژبه ده چه د اویا ملیونو نه زیات خلک یې وائ .خو په پښتنوکښ د قبایلی نظام د اوږدوالی او د سیاسی بې واکۍ بلکه بلواکۍ له کبله یې خپل مقام نه دې موندلې .زمونږ پرمختګ د پښتو پرمختګ سره تړلې دې#پښتوژبه
— Afrasiab Khattak (@a_siab) February 21, 2019
ګل د ژبې په اړوند د باچا خان قول خپور کړی دی،
کوم قامونه چې خپله ژبه ورکه کړي هغه ورک شي اؤ کوم قامونه چې خپله ژبه سپکه کړي هغه سپک شي" - باچا خان بابازۀ ویاړم چې زۀ پښتون یم اؤ زما قامي ژبه پښتو ده.#PashtoMyMotherLanguage #Pashto #21stFeb #PashtoMyMotherLanguage
— 🌻(Gul) ګل🌷 (@iam_gul1) February 21, 2019
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم ويلي،
نن پہ ټولہ دنيا کښې د مورنيو ژبو عالمي ورځ نمانځلى شي پښتو زمونږ مورنۍ ژبہ دہ د دې پالل ساتل او دې عزت ورکول زمونږ قامي زمہ واري دہ ـــ پښتو لولٸ، پښتـو وايٸ، پښتو ليکٸ او پښتو کوٸ 21 فروري.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 21, 2019
عمران اشنا په ټویټر ویلي پښتو پينځه زره کاله زوړ تاريخ لري خو پښتانه اوس هم په پښتو سم ليک لوست نه شي کولی،
پښتو پينځه زره کاله زوړ تاريخ لري خو له بده مرغه لا هم پښتانه په پښتو ليک لوست سم نه شي کولے۔ د دې هر څه په شا د وخت هغه سازشونه دي چې دا قام د خپلې ژبې او کلتوره لرې پاتې کړے شوے دے۔ نن وخت دے چې خپلې ژبې ته خپله ووايو۔#PashtoMyMotherLanguage
— IMRAN ASHNA (@muhemran) February 20, 2019