هند سره د اړيکو خرابېدو وروسته د خېبرپښتونخوا په روغتونونو کې تيارۍ نيول شوي

د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې سيکرټري وايي، "ژوندي قامونه ځان د حالاتو دپاره تیار ساتي او د صوبې سرکاري او غېر سرکاري روغتونونو ته يې لار ښوونه کړې چې ۲۵فيصده بسترې تيارې ساتي".

په خېبرپښتونخوا صوبه کې روغتونونو ته دغه لار ښوونه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترينګلې شوي او دواړه هېوادونه يو بل ته ګواښونه کوي.

د صوبې د صحت د محکمې سيکرټري ډاکټر سيد فاروق جميل وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د قومي مقصد دپاره دا ګام پورته کړی شوی او د حکومت لخوا دوي ته لارښوونه شوې ده.

هغه وويل د بحران دپاره د ځان تيار ساتنې په ترڅ کې هغو روغتونونه چې د ۲۰۰ بسترو نه زياتې ورسره دي هغو ته ويل شوي چې ۲۵ فيصده بسترې تيارې ساتي.

نوموړي زياته کړه د صوبې په روغتونونو کې بېړنی حالت نه دی په ځای کړی شوی خو په ذهن کې دا خبره ساتل دي چې دوي چمتو دي.

ويل شوي د خېبرپښتونخوا چارواکو دا لارښوونه وروسته له هغې کړې چې په ۲۱م فرورۍ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت يوه غونډه شوې او په هغې کې د هندي کشمیر په پلوامه کې د بريد وروسته د حالاتو جاج اخيستل شوی ؤ.

خو د خېبرپښتونخوا نه علاوه د بلې کومې صوبې په اړوند په رسمي ډول داسې بیان مخې ته نه دی راغلی.

د هندي کشمير په پلوامه کې په ۱۴م فرورۍ په هندي ځواکونو ځانمرګی برید شوی او د ۴۰ نه زیات هندي سرتيري پکې وژل شوي وو.

د ياد برید زمه واري جېش محمد ډلې منلې او هند يې تور په پاکستان لګولی چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د ترهګرو ملاتړ کړی ؤ.

د بريد وروسته د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی او ویلي يې ؤ څوک چې د هند د بربادولو سوچ کوي دوي دا سوچ پرېږدي.

د عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې پوځ ته واک ورکړی شوی چې د هند هر ډول يرغل او مهم جويۍ ته غوڅ ځواب ورکړي.

پاکستان په دغه بريد کې د ککړتيا په اړوند د هند نه ثبوتونه هم غوښتي وو.