بنو: د پي ټي اېم د دوه غړو ضمانت رد شوی او نيول شوي دي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دوه غړو ضمانت رد کړی شوی او نيول شوي په عدالتي ریمانډ په تاڼه کې بنديوان کړی شوي دي.

د پي ټي اېم د نيول شوؤ غړو وکيل شعېب سدوزۍ وايي، په لسمه فرورۍ پي ټي اېم په بنو کې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې او بيا د بنو په حوېد تاڼه کې د پي ټي اېم د درېو غړو حنيف پشتون، نديم عسکر او وکيل بحت نياز پرضد مقدمه درج شوې وه.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې سدوزي وويل د دغو کسانو بيا د نيولو نه وړاندې ضمانت شوی ؤ خو نن د نهې/ سه شنبې په ورځ حنيف پشتون او نديم عسکر عدالت ته وړاندې شو او اډيشنل سول جج د دوي ضمانت ختم کړو.

هغه زیاته حنيف او نديم بيا عدالت پوليسو ته په جوډيشل ريمانډ ورکړه او سبا د شورو/ چهارشنبې په ورځ به يې بيا عدالت ته وړاندې کوي.

هغه وويل بخت نياز چې وکيل دی هغه نن عدالت ته نه ؤ وړاندې شوی.

د سدوزي په وېنا دوي به اوس عدالت ته د دغو کسانو د خوشي کولو دپاره رسمي خواست کوي.

د پي ټي اېم په وېنا د غورځنګ مخکښ مشر او استاز ارمان لوڼی په دوېمه فرورۍ د بلوچستان په لورالايي کې د پولیس په تشدد وژل شوی ؤ، خو پولیس دغه تور رد کړی ؤ.

د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د پاکستان په غټو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

پي ټي اېم وايي د ارمان د وژنې مقدمه تراوسه نه ده درج کړی شوې او پوليس نه درج کوي.

خو د بلوچستان حکومتي چارواکي بيا وايي د طبي رپوټ (پوسټ مارټم) د بشپړ رپوټ مخې ته راتلو پورې مقدمه نه شي درج کولی ځکه چې د دوي په وېنا د ارمان لوڼي د وژنې اصل علت به د طبي رپوټ څخه مالوم شي.