په بلوچستان کې 60 فیصده نجونې له سکولونو بهر دي

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان د تعلیم وزارت وایي، په دې صوبه کې 60 فیصده نجونې له سکولونو بهر دي او په ټوله صوبه کې د ښځو د تعلیم کچه 27 فیصده ده.
د تعلیم یو افسر محمد فاروق وایي، په ډېرو ضلعو کې یواځې دوه یا درې فیصده نجونې په سکولونو کې داخلې دي، چې وایي لویه وجه یې په ډېرو ځایونو کې د سکولونو نشتوالی، غربت او د کم عمرۍ ودونه دي.