د ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې دپاره په خواست کوونکو مقدمه جوړه شوې

د بلوچستان صوبې په لورالايي ضلع کې د وژل شوي ارمان لوڼي د څلوېښتمې په راجوړؤنکو او نورو هغو کسانو باندې مقدمه درج شوې چا چې د ارمان د وژنې د مقدمې درج کولو دپاره خواست کړی ؤ.

اېډوکېټ صادق خان عليزۍ او د هغه ملګرو پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ د لورالايي په بازار کې د ارمان لوڼي د څلوېښتمې په مناسبت دستوره راجوړې کړې وه.

په دغه غونډه کې ډېری خلکو ګډون کړی چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره د سياسي ګوندونو غړو او مدني فعالانو ګډون کړی ؤ.

په غونډه کې وېنا کوونکو د ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې درج کولو اود هغه کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنې کولې.

عليزي وي او ای ډيوه ته ويلي پوليس د دوي ۱۳ کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

هغه وايي په مقدمه کې د ده خپل نوم (صادق خان عليزۍ) او د ارمان لوڼي د وژنې د پېښې عيني دوه ګواهان جليل افغان، عبدالقيوم ملازی او ځايي خبريال پير محمد کاکړ هم شامل دي.

په دغو کسانو چې مقدمه پرې درج شوې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نيشنل ګوند ځايي مشران او غړي هم پکې شامل دي.

ډیوه ته د مقدمې (اېف ايي ار) په ترلاسه شوې پرچه کې ليکل شوي چې دغو کسانو د رياست او رياستي ادارو پرضد نعرې وهلې او خلک يې راپارولي، او د لوډ سپيکر د قانون کارولو سرغړونه يې کړې ځکه پرې مقدمه درج کړی شوې ده.

خو عليزی وايي دوي د قانون ترمخه په پرامنه ډول غونډه راجوړه کړې او د خپل جايز حق د ارمان لوڼي کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه يې کوله.

د ارمان لوڼي د وژنې په څلوېښتمه د پاکستان په غټو وړو ښارونو کې غونډې راجوړې شوي او دغه يوه غوښتنه يې کوله چې د لوڼي د وژنې مقدمه دې درج شي او د هغه په وژنه کې ککړو ته سزا ورکړی شي.

ابراهيم ارمان لوڼی چې د پي ټي اېم مخکښ مشر او استاز ؤ، د هغه د خور وړانګې لوڼۍ او پي ټي اېم د غړو په وېنا په دوېمه فرورۍ ارمان د پوليسو په تشدد وژل شوی ؤ. خو د لورالايي پوليس دغه تور رد کړی ؤ.

د بلوچستان صوبې حکومت وايي د ارمان لوڼي د وژنې د علت مالومولو دپاره طبي معاينه (پوسټ مارټم) شوی او د هغه د وجود ځینې برخې يې لاهور ته ليبارټرۍ ته لېږلې خو تراوسه يې رپوټ نه دی راغلی.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو وايي چې څو پورې د پوسټ مارټم رپوټ نه وي راغلی تر هغې مقدمه نه شي درج کولی.