پنجګور: چاؤدنه کې دوه تنه وژل شوي اووه ژوبل

د بلوچستان صوبې په جنوبي ضلع پنجګور کې يوه بمي چاؤدنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

پنجګور د ايران سره په پوله پرته د بلوچستان صوبې د مکران ډويژن ضلع ده.

پوليس ويلي په سمدستي ډول د چاؤدنې د علت پخلی نه شي کولی خو مالوميږي چې چاؤدېدونکي بارودي مواد په يو موټر سايکل کې ځای په ځای کړی شوي وو.

د چارواکو په وېنا په چاؤدنه کې مړي او ژوبل نزدې روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

دا چې د چاؤدنې هدف څوک ؤ، او علت يې څه دی؟ پوليس ويلي په دغه اړوند يې پلټنې پېل کړي دي.

په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

د پېښې په اړوند نور جزيات درسره شريکوؤ.