په نيوزي لېنډ کې د جمعې اذان په سرکاري ټيلي ويژن او ريډيو د کولو اعلان شوی

Jacinda Ardern

Jacinda Ardern

د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسينډا ارډرن اعلان کړی چې په کرايسټ چرچ ښار کې په دوه جوماتونو بريد کې د وژل شوؤ او ژوبلو سره د خواخوږۍ په اساس به د راتلونکې جمعې اذان په سرکاري ټيلي ويژن او ريډيو نېغ په نېغه واورول شي.

هغې ويلي د جمعې په ورځ په جوماتونو د بريد يوه اوونۍ پوره کيږي او په دغه وخت به په ټول هېواد کې د دوه دقيقو دپاره خاموشي هم کولی شي.

د وزيراعظمې په وېنا د مسلمانانو سره د خواخوږۍ په موخه يې د اذان او خاموشۍ کولو پرېکړه کړې ده.

اغلې ارډرن نن د شورو/ چارشنبې په ورځ په کرايسټ چرچ کې هغه سکول ته ورغلې د کوم سکول چې په جوماتونو بريد کې دوه ماشومان وژل شوي وو.

په کرايسټ چرچ کې په جوماتونو بريد کې ۵۰ تنه وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو.

بل لور ته په پېښه کې د وژل شوؤ خاورو ته سپارلو لړۍ پېل کړی شوې او حکومت ويلي چې د بريد په روانو کړی شوؤ پلټنو کې د امریکا اېف بي ايي، د اسټريليا، کېنېډا او برتانيې استخباراتي ادارې د نيوزي لېنډ د پوليس مرسته کوي.

د چارواکو په وېنا په بريد کې د ژوبل شوؤ ۲۹ کسانو درملنه په روغتونونو کې روانه ده او ويل شوي په ژوبلو کې د اته ؤ روغتيايي حالت خطرناک دی.