پاکستان کې د تېلو نرخونه یو ځل بيا سېوا کړی شوي او خلک په سوشل ميډيا د تېلو بيعو زیاتېدو دپاره د "پټرولو بم" هېش ټېګ کاروي.
حکومت د پټرولو او هايي سپيډ ډيزلو په یو ليټر کې شپږ روپۍ او د خاورو تېلو او لايټ سپيډ ډيزلو په بيعه کې يې درې روپۍ سېوا کړي دي او نوي نرخونه نن د ګل د ورځې نه عملي کړی شوي دي.
د شپږو روپو سېوا کولو سره د پټرولو يو ليټر بيعه ۹۸ روپو او ۸۹ پېسو ته رسېدلې ده.
په سوشل ميډیا د پاکستان تحريک انصاف په حکومت سختې نيوکې کيږي چې په "د پټرولو بم" يې راګوزار کړی دی.
او زياتره کسان په سوشل ميډیا د وزيراعظم عمران خان او د خزانې وزير اسد عمر هغه بيانونه (ټويټس) خپروي چې دوي تېر کال د مسلم ليګ ن په حکومت کې د تېلو ګرانېدو په وخت کړي وو.
ژورنالسټ وجاهت کاظمي د عمران خان د تېر کال مارچ د میاشتې ټويټ بيا خپور کړی او ورته يې لیکلي،
"چې په اپوزيشن کې وې د تېلو بيعې سېوا کول په عام اولس د ټېکس بوج سېوا کول ؤ خو چې اوس په حکومت کې يې، نو هغه څه چې، د هغې نه بدتر کار کوې. د حکومت سره هيڅ څه تګلاره نشته".
So while being in the opposition, hiking petrol price was a burden of taxes on the poor masses according to the Prime Minister but now that he is in the government, he is doing the same thing in an even worse way. Govt has no right direction #PetrolBomb #NayaPakistan #PetrolHike https://t.co/eytjoGX6um
— Wajahat Kazmi (@KazmiWajahat) April 1, 2019
عمران خان تېر کال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه په دغه ټويټ کې ويلي ؤ،
"حکومت یو ځل بیاد تېلو د بیعو ګرانولو د لارې په اولس د ټېکس بوج سېوا کړو. حکومت له شرم پکار دی چې د طاقتورو او شريف کورنۍ او نورو نه ټېکس نه اخلي او دوي په غېرقانونه توګه د پېسو لېږل کوي".
ملک وقاص نومې تن د خزانې د وزیر اسد عمر د تېر کال د مارچ د مياشتې د درېمې نېټې ټويټ خپور کړی په کوم کې چې اسد عمر ويلي ؤ،
"حکومت په نړیواله منډيۍ کې د تېلو ګرانېدو بهانې کوي، اولس ته دا نه وايي چې د ډيزلو په يو ليټر به ۲۶روپۍ او پټرولو په يو ليټر به ۲۱ روپۍ ټېکس اخلي. د دې حکومت لاس تل د اولس جېب ته ځي. نه د طاقتور نه ټېکس اخلي او نه د غېرقانونه پېسو لار نيسي".
Anyone knows this genius? #PetrolBomb @Asad_Umar pic.twitter.com/92Wb6EolAr
— Malik Waqas (@imalikwaqas) April 1, 2019
د راپورونو ترمخه پاکستان سټېټ ائل ته یو لېټر په ۶۵ روپۍ او ۷۳ پېسو مېلاويږي او پاتې نور بيا ټېکسونه وي.
پاکستان کې د تېلو ادارې اوګرا ويلي د تېلو تازه بېعو لوړېدو علت په نړيواله منډيۍ کې د تېلو ګرانېدل او د روپۍ په مقابله کې د ډالر قدر سېوا کېدل دي.