په شمالي وزيرستان کې لسيزې وروسته بيا د "وجېرې ګلونو" مېله پېل شوې

د وجېرې ګل ننداره

په شمالي وزيرستان کې لسيزې وروسته ځوانانو د "وجېرې ګلونو" په نوم درې ورځنۍ مېله راجوړه کړې ده. د ځوانانو سازمان (يوت اف وزيرستان) د دې مېلې تابيا کړې او نن د مېلې دوېمه ورځ ده.

د سازمان د کلتور سېکتر اسرارالله بېزار داوړ وايي، دا مېله به د ۸۰م د لسيزې پورې کېدله، او د تاريخ په اړوند يې وايي چې کوم کره تاريخ نه لري چې کله پېل شوې خو ښکاري چې د نوروز د اثر لاندې به دا مېله کېدله.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې داوړ وويل، دوي ته يې مشرانو ويلي چې د وجېرې ګلونو په نوم دا ننداره به په کال کې يو ځل ځايي خلکو د ساعت تيري او يو بل سره د مينې او ورورولۍ سېوا کولو په موخه راجوړوله.

هغه وويل دا ننداره به څه په دې ډول وه چې د حېدر خېل کلي څخه به ځوانان چې شمېره به يې په سلګونو وه د ميرعلي او ميرانشا د نزدې ۱۵ کليو څخه تېرېده او هم د ميرانشاه په ملک اژدر کلي به د زيړي خوا (زيړخو) غر لاندې پای ته رسېده.

داوړ وايي اوسنۍ ننداره هم د تېر په څېر پېل کړی شوې او هم په دغو لارو به پای ته رسي ځوانان د کليو په حجرو ګرځي او يو بل ته ګلان ډالۍ کوي د ډول سره اتڼې کوي.

د ووجېره ګل په اړوند هغه وويل دې ګل ته ځینې خلک خځوره وزيره ګل هم وايي چې د شمالي وزيرستان په غرونو کې د سپرلي په موسم کې کيږي دا زيړبخن ګل دی ځکه دا مېله په دې نوم ده.

په شمالي وزيرستان کې نزدې پينځه کاله وړاندې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات شوي د سيمې څخه د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې او دغلته ژوند په ټپه ودرېدلی ؤ.

شمالي وزيرستان ته د سيمې نه کډوال شوي زیات خلک بيرته تللي خو ځينې پکې اوس هم د کډوالۍ ژوند کوي.

داوړ وايي زياتوي مشرانو يې ورته ویلي دا مېله د اتيايم په لسيزه کې هغه وخت بيا ختمه شوه چې کله روس افغانستان ته راغلو او دلته يې په ختمولو کې د ځايي ملايانو کردار پاتې شوی دی.

هغه وايي "دا مېله به د ساعت تيري دپاره په کال کې کېدله، په دې کې ورورولي مينه محبت، او سوشلزم به پکې ؤ يو والی به ؤ پکې داوړي وزیري به نه وه پکې، د يو بل مېلمستياګانې به يې کولې" ځايي کلتوري لوبې او اتڼې به پکې کېدلې.

نوموړی وايي سبا د اتوار په ورځ به د دوي نندار په ميرعلي کې پای ته ورسې او دوي د نندارې په وروستۍ برخه کې "د سپرلي امن په نوم مشاعره" او بيا د ټنګ ټکور دستوره راجوړه کړې چې د ميرعلي په ډګري کالج کې به ترسره کيږي.

په سيمه کې د امنيت په اړوند داوړ وايي یو خو دوي د ځايي انتظاميې څخه اجازت اخيستی او بل دا چې که څه هم په علاقه کې اوس هم ځینې ويره موجوده ده خو دوي د دې لارې ځايي خلکو ته د ساعت تيري موقع رابرابره کړې او د سيمې د ويرې ختمولو هڅه کوي.