په افغانستان کې د تشدد پېښې د سولې عمل اغېزمن کولی شي، پاکستان

پاکستان په دوحه کې د افغانسستان د سولې د خبرو په عمل کې ګډون کوونکو باندې غږ کړی چې د مخالفت يا دښمنۍ څخه دې ډډه وکړي ځکه چې د تشدد پېښې د خبرو پروسې ته زيان اړولی شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمدفېصل دغه خبره په داسې حال کې کړې چې سبا د جمعې د ورځې نه په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې پېلیږي.

او په عېن حال کې چې د افغان سولې په اړوند د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو لړۍ دوام لري څو ورځې وړاندې طالبانو د خپلو پسرلنيو جګړه ييزه عملياتو اعلان کړی دی.

ملګرو ملتونو او امریکا د طالبانو د پسرلنيو عملياتو پېل کول غندلي دي.

او د افغان سولې دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو د دغه اعلان غندنه وکړي.

محمد فېصل نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اوونيزې خبري غونډې په مهال وویل پاکسان غواړي چې د افغانستان شخړه د مذاکراتو د لارې هواره شي.

هغه ويلي پاکستان هيله لري چې د سبا څخه په دوحه کې پېلېدونکې خبرې به سوله راوړي.

د قطر په پلازمينه دوحه کې د ۱۹م اپرېل څخه د ۲۱م اپرېل پورې د افغانستان د سولې په سر خبرې ټاکل شوي دي.

خو د افغان رسنيو ترمخه د قطر په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د افغانستان د دولتي ۲۵۰ کسیزه پلاوي سفر د نامالومه وخته پورې ځنډول شوی دی.

په سمدستي ډول افغان دولت د پلاوي د سفر ځنډولو په اړوند څه نه دي ويلي خو د ځايي مطبوعاتو ترمخه د خپل منځي اختلافاتو له سببه د پلاوي تګ ځنډول شوی دی.

له دې وړاندې به د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې کېدې او دا لمړی ځل ؤ چې ويل کېده د افغانستان دولتي پلاوی به د خبرو په عمل کې برخه واخلي.

پاکستان بيا بيا دغه دريځ تکراروي چې د افغانستان د شخړې د هواري لار خبرې اترې دي.

پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دوحه کې د طالبانو سره په ناسته کې ګډون کوونکي دولتي پلاوي ته په وېنا کې ويلي ؤ،

"طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي زمومونږ لپاره فېصلې نه شي کولی".