پاکستان کې پرله پسې په درېمه ورځ د پوليو په ټيم برید، چمن کې ښځينه غړې وژل شوې

د بلوچستان صوبې د چمن په علاقه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکي ښځينه ټیم باندې ډزو کې يوه کار کوونکې وژل شوې او بله ژوبل شوې ده.

په پاکستان کې پرله پسې په درېمه ورځ د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکو په ټیمونو وژونکي وسله وال بريدونه کيږي.

پرون د خېبرپښتونخوا په بونېر ضلع او له دغې وړاندې په بنو ضلع کې د پوليو ټیم ساتونکي پوليس په بريدونو کې وژل شوي وو.

نن د زیارت، پنجشبې په ورځ تازه پېښه د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې د چمن ښار نه ختيځ پله کلي سلطانزي کې رامنځته شوې ده.

اسټنټ کمشنر ليويز سميع الله اغا د پوليو په ښځينه ټيم د بريد او يوې غړې نسرين د وژنې او بلې رشيدې د ژوبلېدو د پېښې پخلی کړی دی.

د چمن د سېول روغتون ډاکټر عصمت الله اچکزي ويلي په هدف شوؤ ښځينه غړو باندې د نزدې نه ډزې شوي دي.

د چمن مرستيال کمشنر شفقت انور شاواني ويلي د پېښې وروسته په سيمه کې د پوليو کمپاين ودرول شوی او په نزدې نورو علاقو کې د ټيمونو د ساتنې په موخه کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

چارواکي وايي په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي او په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو اته پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې په باجوړ، خېبر، هنګو، بنو، شمالي وزيرستان ، کراچۍ او لاهور کې رپوټ شوي دي.

تازه دوه پېښې پرون په بنو او شمالي وزیرستان کې مخې ته راغلي دي.