د ايران د خطرې له امله امریکا خپله سمندري جنګي بېړۍ عرب سمندرګي ته ليږي

امریکې په ايران د دې اندېښنې چې په امریکا يا په اتحاديانو يې د حملې پلان لري له دغې وروسته يې د خپلې سمندري جنګي بېړۍ عرب سمندرګي پله تګ ګړندی کړی دی.

د امریکا د دفاع چارواکو وی او ای ته ويلي، سمندري بېړۍ دا وخت د امریکا او يورپي کمان په علاقه کې ده، خو دا به د امریکا او سيمې د ګټو د دفاع کولو دپاره خپل تګ ګړندی کړي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ویلي دوي پرله پسې امنيتي فعالیتونه ګوري او باور لري چې دا به سېوا شي ځکه دوي مناسبه ګامونه پورته کوي.

د اسرايل يو خبريال بارک راويد خبر ورکړی چې د موساد استخباراتي ادارې امریکا ته خبرداری ورکړی چې ښايي ايران په ګلف سيمه کې په امريکا يا یې اتحاديان په هدف کړي.

د امریکې د دفاع موقتي وزير پېټرک شېناهن په ټويټر ویلي، د ايراني رژيم د ځواکونو د باوري ګواښونو له امله جنګي سمندري بېړۍ په ځای کوي.

هغه ويلي په ايران يې غږ کړی چې د هر ډول لاس وهنې مخه ونيسي او دوي به د ايران هر ډول اقدام ته په کلکه ځواب وايي.

يوه اوونۍ وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د امریکې د ملي امنيت په سلاکار جان بولټن او د اسرايل په وزیراعظم بېنجمن نېتن ياهو د ټکر يا مقابلې جوړولو تور لګولی ؤ.

هغه وويلي هغه ته نه ښکاري چې کومه پوځي مقابله به وشي.