روحاني: ایران به یو ځل بیا د یورانیمو غني کول پیل کړي

واشنګټن: د ایران ولسمشر حسن روحاني د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه هېواد به د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون هغې برخې ته نور ژمن پاتې نشي چې وايي، ایران دې غني شوي یورانیم نه ټولوي.

روحاني وايي، له دغه تړون څخه د امریکا په وتلو او په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو له پاتې کېدو سره د تړون نور هېوادونه هم په خپلو ژمنو نه دي ولاړ او د امریکا بندیزونو ته یې اجازه ورکړې چې د ایران د تېلو او بانکي سیستمونه اغېزمن کړي.

هغه ۶۰ ورځې وخت ورکړ چې باید بدلون راشي او وویل چې بل ګام به دا وي چې ایران په ډېره لوړه پیمانه د یورانیمو غني کول پیل کړي.

خو هغه وویل، کچېرې نور هېوادونه له ایران سره کار وکړي نو روحاني وویل چې حکومت به یې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ټویټر لیکلي، چې د امریکا کارونو ایران ته دا ناممکنه کړي چې د پخوا په څېر په خپل دریځ پاتې شي او نور هېوادونه لږ چانس لري چې دا بهیر بېرته سم کړي.

ایران له برتانیې، چین، فرانسې، روسیې، امریکا او جرمني سره د شوي تړون له مخې ژمنه کړې وه چې تر ۳۰۰ کیلوګرامو زیات غني شوي یورانیم به نه ساتي.

د ایران د اټومي پروګرام پر سر د لګېدلو محدودیتونو په بدله کې په ایران باندې هغه بندیزونه لېرې شوي د کومو له امله چې د ایران اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ و.

خو ایران یو ځل بیا وروسته له هاغې له اقتصادي ستونزو سره مخ شو کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېر کال له دغه تړون څخه ووتله او ګواښ یې وکړ چې هغو ته به سزا ورکړي څوک چې له ایران سره د تېلو او بانکي برخو کې راکړه ورکړه کوي.

امریکا تېره اونۍ هغه هېوادونه هم له اېران څخه د تېلو له اخیستلو منع کړل څوک چې د امریکا ددغو نویو بندیزونو څخه معاف ګڼل شوي وو.

د ملګروملتونو د اټومي څار ادارې په څو راپورونو کې دا تایید کړې وه چې ایران ددغه تړون لاندې خپلو کړو ژمنو باندې ولاړ دی خو ټرمپ په یاد تړون باندې د اوږدې مودې راهیسې نیوکې کولې او په ځانګړي توګه وايي چې په دغه تړون کې د ایران د بالسټیک میزایلو پروګرام له پامه غورځول شوی.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د ایران ددغه نوي اعلان په غبرګون کې ویلي چې د هغه حکومت به ایران دې ته پرې نږدی چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

ایران ویلي، د دوی اټومي پروګرام یواځې د سولیزو موخو لپاره دی او دوی دا حق لري چې د خپلې ملي دفاع لپاره میزایل جوړ کړي.

چین له ایران سره د اټومي تړون ملاتړ کوي او د بهرنیو چارو وزیر له ټولو خواوو غوښتي وو چې دغه تړون وساتي.

ده دا هم ویلي وه چې چین په یو اړخیزه توګه په ایران باندې د امریکا لخوا ددغو بندیزونو له لګولو سره مخالف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو نه اعلان شوي سفر عراق ته تللی او د ایران د وروستیو خوځښتونو په اړه یې خپلې اندېښنې له لومړي وزیر عاد عبدالمهدي سره شرېکې کړي دي.