د پاکستان وزیراعظم عمران خان منلې چې په ملک کې ګراني ده خو ويلي يې دي قوم به نور هم د مشکل حالاتو نه تيریږي.
عمران خان پرون په پېنډۍ کې يوې غونډې ته په وېنا کې ويلي ګېس او بجلي ځکه ګران کړی شوي چې د بجلۍ جوړولو څانګه قرضدارې ده.
هغه ويلي چې حکومت يې راغلو قرضونه ۱۳ سوه اربه روپو ته رسېدلي او چې کله قرضونه وخيژي نو بيا يې دوه لارې وي يا قرضونه نور سېوا کول او يا نرخونه سېوا کول وي.
عمران خان د تېر په څېر د ګرانۍ تورونه په تېرو حکومتونو لګولي او ويلي يې دي چې په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان قرضونه د شپږو زرو اربو نه ۳۰ زره اربو روپو ته رسېدلې ده.
هغه وويلي چې د دې قرضونو دپاره د نظام سمولو پورې به قوم نور د سخت وخت نه تيریږي.
د تحریک انصاف ګوند د حکومت مخالفه ګوندونه سختې نيوکې کوي چې ګراني د حکومت د نااهلۍ له امله سېوا شوې ده.
د عمران خان وېنا ته په غبرګون کې د پاکستان پيپلزګوند سېنېټر شېري رحمان ويلي،
د "ګرانۍ ټول توورنه په تېرو حکومتونو اچول، انقلابي حکومت د دې لارې خپله نا اهلي نه شي پټولی، د دې حکومت د نااهلۍ له امله ګراني نوره شپږ فيصده سېوا شوې ده".
پاکستان پیپلزپارٹی کی نائب صدر سینیٹر شیری رحمان کا عمران خان کی تقریر پر ردعملمہنگائی کا سارا الزام پچھلی حکومتوں پر دھر کر انقلابی حکومت اپنی نااہلی نہیں چھپاسکتی، شیری رحماناس حکومت کی نااہلی کی وجہ سے مہنگائی میں 6 فیصد اضافہ ہوا ہے، شیری رحمان
— PPP (@MediaCellPPP) May 10, 2019
مسلم ليګ ن ګوند ویلي عمران خان به قوم ته د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د تړون ويلي ؤ، عمران به ويلي ؤ " چې يواځې په نهه مياشتې موده کې ستاسو د نالايقۍ او نااهلۍ له امله ګراني درې چنده سېوا او د پرمختګ شرح نيمه کمه شوې ده".
عمران صاحب بتاتے عوام کو کہ صرف ۹ ماہ میں آپ کی نالائقی اور نااہلی کی وجہ سے مہنگائی تین گنا اور ترقی کی شرح آدھی ہو گئی ہے عمران صاحب ۹ ماہ پہلے ملک میں مہنگائی کا شرح ۳ فیصد تھی جو آپ کی نالائقی نے ۱۰ فیصد کر دی ہے
— PML(N) (@pmln_org) May 10, 2019
د مسلم ليګ ن ګوند سېکرټري اطلاعات د ګرانۍ په اړوند عمران خان وېنا ته په غبرګون کې په یو بل ټويټ کې ويلي،
"عمران به اولس ته ويلي وی چې هره ورځ ۱۶ اربه روپۍ قرضونه اخلي".
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د تېلو د نرخونو سېوا کېدو سره د ګېس او بجلۍ او نورو توکيو نرخونه هم سېوا شوي دي.
په عېن حال کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرضې دپاره خبرې روانې دي.
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي داسې ښکاري چې حکومت په کومو شرطونو قرضې ترلاسه کوي د هغې سره به ګراني نوره هم سېوا شي.