د پاکستانيانو ښځو سره په جعلي ودونو تورن ۱۱ چينايان جېل ته لېږل شوي

د پاکستانيانو ښځو سره په جعلي ودونو تورن ۱۱ چينايان جېل ته لېږل شوي او عدالت مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته د دغو چينايانو په اړوند د چالان جمع کولو لار ښوونه کړې ده.

په چينايانو تور دی چې دوي په پاکستان کې د ښځو سره جعلي ودونه کول ښځې يې چين ته قاچاق کولې او هلته به يې په جنسي کاروبار کې کارولې.

د لاهور عدالت ياد ۱۱ چينايان د ۱۴ ورځو دپاره په جوډيشل ريمانډ جېل ته لېږلي دي.

په پاکستان کې په وروستيو کې په ځانګړي ډول په پنجاب صوبه کې دغه پېښې مخې ته راغلي او د پنجاب پوليسو ویلي په لاهور، ګجرانواله او فېصل اباد ترڅنګ يې په نورو سيمو کې د چينايانو پرضد عمليات کړي او نيولي يې دي.

په سيند صوبه کې د اېف ايي ای مشر ویلي دوی ته هم د اسلام اباد څخه لارښوونه شوې چې په دغه ډول پېښو نظر ساتي.

سلطان خواجه ويلي اداره چمتو ده او په ټول هر څه نظر ساتي خو تراوسه پورې دوي ته په دغه اړوند کوم شکايت نه دی ترلاسه شوی.

د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ چې د سيند صوبې مرکز هم دی دلته په تيرو ورځو کې څو چينايان په دې نیول شوې چې د بېنکونو د اې ټي اېم مشينونو څخه يې پېسې غلا کولې.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې هم د اېف ايي ای چارواکو ویلي دوي ته هم د کومې سيمې څخه د چينايانو د جعلي ودونه په اړوند رپوټ نه دی شوی.

خو ځايي رسنۍ وايي په پېښور کې د عيسايي لږکيو دوه جينکو د چينايانو سره ودونه کړي دي.

او دې نيوز ورځپاڼې ویلي د خېبرپښتونخوا په هزاره ډويژن کې هم د چينايانو سره د ځايي ښځو د ودونو خبرونه ترلاسه شوي چرته چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه کې ډېر چينايان کار کوي.

خو چارواکو د دغو خبرونو پخلی نه دی کړی.