پاکستان: شاهين شاه افريدی او فخر زمان د ورلډ کپ لوبډله کې شامل کړی شوي

شاهين شاه افريدي او فخر زمان

د قبایلي ضلعې خېبر سره تعلق لرونکی شاهين شاه افريدی او د مردان ضلعې سره تعلق لرونکی فخرزمان د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۹م دپاره د پاکستان کرکټ بورډ په خپله لوبډله کې شامل کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيف سلېکټر انضمام الحق نن د ګل، دوشنبې په ورځ د ۱۵ کسيزه لوبډلې اعلان وکړو.

د سرفراز احمد په کپتانۍ کې په لوبډله کې فخرزمان او امام الحق اوپنران، اصف علي، محمد حفيظ، بابراعظم، حارث سهېل، شعېب ملک، اسپېنران عماد وسيم، شاداب خان، او تېز بالران حسن علي، شاهين شاه افريدي، محمد عامر، وهاب رياض او محمد حسنېن شامل کړی شوي دي.

په لوبډله کې د جنېد خان په ځای محمد وهاب رياض او د ياسر شاه په ځای شاداب خان شامل کړی شوی دی.

شاهين شاه افريدی او فخر زمان په لومړي ځل د نړیوال کپ په سياليو کې لوبيږي.

شاهين شاه افريدی

د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکي ۱۹ کلن کيڼ لاسی بالر افريدي په اپرېل ۲۰۱۸م کې شل اووريز، په ستمبر ۲۰۱۸م کې يو ورځنی او په دسمبر ۲۰۱۸م کې ټېسټ (پينځه ورځنۍ) لوبې پېل کړي دي.

هغه په ۱۴ يو ورځنيو سياليو کې ۲۴، په لسو شل اووريزو کې ۱۴ او په درې ټېسټ سياليو کې يې ۱۲ وکټې اخيستې دي.

فخر زمان په نړيوال کرکټ کې

کيڼ لاسی بېټسمېن ۲۹ کلن فخر زمان چې د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې سره تعلق لري هغه په مارچ ۲۰۱۷م کې شل اووريزې سيالۍ او هم په دغه کال جون کې يې یو ورځنۍ سيالۍ پېل کړې وې.

نوموړی په ټېسټ (پينځه ورځنيو) نړيوالو سياليو کې په لومړي ځل اکتوبر ۲۰۱۸م کې د اسټريلیا پرضد سيالۍ کې لوبېدلی ؤ.

کيڼ لاسي بېټسمېن فخر زمان په ۳۶ يو ورځنيو سياليو کې ۱۶۴۲، په ۳۰ شل اووريزو سياليو کې ۷۴۸ او په درې ټېسټ سياليو کې ۱۹۲ رنزونه جوړه کړي دي.

نوموړې په خپل کرئير کې څلور سليزي او ۱۶ پنځوسیزې جوړې کړي دي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې سيالۍ

د ۲۰۱۹م نړیوال کپ په سياليو کې پاکستان خپله لومړۍ وارم اپ سیالي په ۲۴ مې د افغانستان سره او دوېمه وارم اپ سيالي په ۲۶ مې د بنګله دېش سره کوي.

پاکستان به د ټورنامنټ رسمي لومړۍ سيالۍ کې په ۳۱ مې د ويسټ انډيز سره مخامخ کيږي، په درېم جون د انګلېنډ، په اووم جون د اسټریليا، په ۱۶ جون د هند، په ۲۳ جون د سویلي افريقې، په ۲۶ جون د نيوزي لېنډ، په ۲۹ جون د افغانستان او په پينځمه جولايۍ به د بنګله دېش سره په مېدان کې مخامخ کيږي.

پاکستان په داسې حال کې په انګلېنډ کې په نړيوال کپ کې برخه اخلي چې يادې لوبډلې د انګلېنډ پرضد پرله پسې څلور سيالۍ بايللې دي.