د قبايلي ضلعې مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنه ماشومه فرشته په ۱۵ مې د کوره وتلې او بيا بيرته نه وه راغلې، پينځه ورځې وروسته يې د ځنګل څخه مړی، جسد ترلاسه شوی دی.
د فرشتې پلار ګل نبي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، لور يې په ۱۵ تاريخ په پلازمينه اسلام اباد کې د کوره وتلې په بيرته نه راتلو دوي بيا پولیس تاڼې ته ورغلي خو د دوي رپوټ نه ؤ درج کړی شوی.
هغه وويل دوي له بيا د باجوړ او مومندو نه کسان ملاتړ له راغلل د هغې وروسته پوليس د دوي مقدمه درج کړې او بيا تېره شپه د هغې جسد د ځنګل څخه ترلاسه شوی دی.
ګل نبي وايي لس کلنې لور فرشتې يې د قران مجيد حفظ کولو او هغه ډېره په بې دردۍ وژل شوې ده.
د راپورونو ترمخه فرشتې سره جنسي تېری شوی او د هغې وروسته وژل شوې ده. خو پوليس يا د روغتون لخوا لا د دې پخلی نه دی شوی.
تېره شپه د هغې د جسد ترلاسه کېدو وروسته بيا هغه د طبي معاينې (پوسټ مارټم) دپاره د اسلام اباد پولي کلېنک روغتون ته وړل شوې خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو تور لګولی په روغتون کې د فرشتې طبي معاينه نه کيږي.
د پي ټي اېم مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محس داوړ بيا پولي کلېنک روغتون ته ورغلي او د ګڼو کسانو سره یې د روغتون مخې ته احتجاج پېل کړی چې د فرشتې طبي معاينه دې وکړی شي.
علي وزير او محسن داړو ويلي د پاکستان په پلازمينه کې د حکومت د عملدارۍ دا حال دی چې په ۱۵ نېټه ماشومه بې درکه کيږي او بيا پوليس د ماشومې رپوټ هم نه درج کوي.
محسن داړو وويل چې په اسلام اباد کې دا حال دی چې انصاف نه ترلاسه کيږي په بل ځای کې به څه حال وي، هغه وويل رياست ناکامه شوی او يا دې ومني چې قصدا داسې کوي.
داوړ د پولي کلېنک روغتون مخې ته احتجاج کوونکو ته په وېنا کې وويل په پاکستان کې چې د بل قوميت والا تن سره دغه رنګ عمل وشي نو په ټول پاکستان کې چغې وهل وشي ميډيا نعرې وهي او د انصاف ادعاوې کيږي.
هغه وویل خو که د پښتون سره په اسلام اباد کې ظلم کيږي نو رياست بیا په هغه سترګې پټوي.
په دغه مهال د قبايلي ضلعې مومندو د عوامي نيشنل ګوند مشر نثار مومند وويل د دوي سره په دې رياست کې امتیازي سلوک کيږي دوي ته دې وويل چې دا رياست یې خپل وګړي ګڼي که نه ګڼي.
هغه وويل فرشتې د انصاف ترلاسه کېدو پورې به غلي نه کښېني.
په ټولنيزو رسنيو د فرشتې د وژنې غندل شوې او هغې ته د انصاف ورکولو غوښتنه شوې ده.
Ten years old Farishta was abducted on 15 May from Chak Shehzad Isb, her parents continuously requested concerned police station for FIR but they refused. It was lodged last night after her dead body was found. Staff @ Polyclinic Is refusing post mortem.#JusticeForFarishta pic.twitter.com/2Mrh1oK4Ij
— Mohsin Dawar (@mjdawar) May 20, 2019
First the FIR was delayed & now the Polyclinic hospital has refused to carry out the autopsy of Farishta. This is extremely callous & insensitive on part of the administration. ANP stands with the family of the victim & will extend full support & assistance.#JusticeForFarishta https://t.co/peQTKX6O02
— Aimal Wali Khan (@AimalWali) May 20, 2019
د شپې په يوه بجه ځايي ميډيا ویلي چې د وژل شوې ماشومې طبي معاينه پېل کړی شوې ده.
د پولي کلېنک روغتون مخې ته احتجاج کوونکو ويلي نن د نهې، سه شنبې په ورځ به په ۱۱ د فرشتې جنازه کولی شي.