د نېب د مشر په لانجه مخالفه ګوندونه وېشلې شوي

د پاکستان د قامي احتساب ادارې (نېب) د مشر په څرګند ډول د يوې ښځې سره د خبرو او ویډيو مخې ته راتلو وروسته د حکومت مخالفه ګوندونه په دې وېشلي ښکاري چې هغه دې چوکۍ پرېږدي يا دې دنده دوامداره وساتي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت مخالفه پارټي پيپلز پارټي دريځ لري چې د چيئرمېن نېب (پخواني قاضي) جاوېد اقبال دې په هغه د لګېدلو تورونو د پلټنو پورې استعفی ورکړي.

خو مسلم ليګ ن ګوند په دغه تړاؤ کوم ښکاره دريځ نه دی وړاندې کړی.

د ډان د رپوټ ترمخه د مسلم ليګ ن ګوند دننه هم دا اختلاف موجود دی چې ځينې کسان يې د نېب د مشر لرې کېدو او ځينې يې د پاتې کېدو په حق کې دي.

خو د پيپلز ګوند فرحت الله بابر ويلي د نېب د مشر د دغه ډول خبرو او ويډيو مخې ته راتلو وروسته د هغه سره کوم اخلاقي جواز نه دی پاتې چې په دې چوکۍ پاتې شي.

د نېب د مشر په اړوند تازه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په وروستيو کې د حکومت مخالفه ګوندونو ليدلي او هغې کې ويل شوي وو د اختر نه پس د حکومت مخالفه تحریک روانولو په پلان کار کوي.

د حکومت واکمنه ګوند تحریک انصاف د نېب د مشر په اړوند د مخالفه ګوندونو دریځ په غبرګون کې ويلي مسلم ليګ ن ګوند د نېب په مشر د تورونو په ترڅ کې فشار اچول غواړي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن چېنل باندې د (نېب) د مشر جاوېد اقبال په اړوند يوه ويډيو او د ټيليفون خبرې خپرې شوې چې پکې هغه د يوې ښځې سره خبرې کوي.

د (نيوز ون) په نوم ټيلي ويژن باندې چلېدلو خبرو کې چې ويل شوي دا د نېب مشر پخوانی قاضي جاوېد اقبال دی، د ښځې سره خبرې کوي او په يوه ويډيو کې په دفتر کې د ښځې سره مېلاويږي.

نېب په ټيلي ويژن چېنل د ادارې د مشر جاوېد اقبال په اړوند خپرې شوې خبرې او ويډیو ته بي بنیاده ویلي چې دا جعلي او دروغ ويلې وه.