د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د جمعې په سهار د بهرنيو ځواکونو په کاروان د موټر بم چاؤدنه شوې او د ځايي ميډيا ترمخه په چاؤدنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د چاؤدنې پخلی کړی چې چاؤدنه نن سهار نزدې په اته نيمې بجې په قلعه وزير علاقه کې شوې ده.
د ځايي ميډيا ترمخه نوموړي په چاؤدنه کې د څلورو تنو د وژنې پخلی کړی دی.
د راپورونو ترمخه چاؤدنه د بهرنيو ځواکونو په کاروان شوې خو د وزارت وياند په دغه اړوند جزيات نه دي شريک کړي.
د طلوع نيوز ترمخه په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د موټر په بم چاؤدنه کې د خپلو څلورو سرتېرو د ژوبلېدو ویلي دي.
طالبانو د برید زمه واري منلې ده.
د پېښې په اړوند نور جزيات درسره شريکوو.